
د آزادیو سلبوونکې راډیو!
نوم یې (آزادي رادیو) دی، خو کار یې د آزادیو سلبول؛ ځکه خو چې هر مفکر، معلم او ريښتینی مبارز د نړۍ پۀ هر ګوټ کې وپېژني؛ توهینوي یې، تحقیروي یې او پۀ کلکه یې د فعالیت مخه نیسي.
نوم یې (آزادي رادیو) دی، خو کار یې د آزادیو سلبول؛ ځکه خو چې هر مفکر، معلم او ريښتینی مبارز د نړۍ پۀ هر ګوټ کې وپېژني؛ توهینوي یې، تحقیروي یې او پۀ کلکه یې د فعالیت مخه نیسي.
پۀ دنیا کې چې هر مستقل او زینار ماتوونکی حرکت وویني، دستي لفظي ګذار پرې کوي او بیا یې نو پۀ دوامداره توګه فعالیتونه څاري ، وخت پۀ وخت یې راپورونه مافیا ته ورکوي (چې پۀ ټوله نړۍ کې فعالیت لري، وحشت اچوي او تروریستي اعمال تر سره کوي) له بلې خوا سملاسي خپلو هېکرانو ته هم لارښوونه کوي؛ چې د داسې حقپالونکو مبارزینو ټول اکاونټونه او الکترونیکي آدرسونه تر انټرنېټي بریدونو لاندې ونیسي.
د غربي ښکېلاک دغه رسنیز مرکز بلکل مستقل نۀ دی او نۀ هم ذره خپلواکي، یا د بیان آزادي لري؛ دوی ته د امریکا استخباراتي اداره (CIA) له خپلې خارجي پالیسۍ سره برابرې لائحې او کاري طرزالعملونه ورکوي.
دوی فکراً او ذهناً له اسلامي احکامو سره ژوره عُقده لري او ټینګه دښمني ورسره پالي، تل پۀ دغۀ فکر کې دي؛ چې څۀ ډول زموږ او نورې اسلامي نړۍ دیني استحکامات را وپرځوي، جغرافیا مو تجزیه کړي، اتحاد متفرق او اقتدار مو متزلزل.
دوی تل دا کوښښ کوي چې؛ اسلامي ټولنې سره وپاشي او تر منځ یې د نفاق تخم وکري، ځکه خو یې نن سبا د ((مثلث)) موضع دومره توده کړې ؛ چې ګمان کیږي اولیه نتائج بۀ یې هم پۀ نږدې راتلونکو کلونو کې اعلان شي.
تاسو چې د دوی هر خبر ښۀ پۀ دقت سره وګورئ! نو خامخا بۀ یې شیطاني بڼه درته ښکاره شي؛ دوی هېڅکله هم داسې څۀ نه خپروي، چې پۀ هغې کې دې زموږ لپاره ډاډ او سکون پروت وي! هر خبر یې له یو عالم زهرو او پلیتیو ډک وي.
تاسو د دوی چینل تعقیب کړئ او هغه راپورونه یې واورئ، چې دلته یې د ناټو تېر شل کلن اشغال او وحشتونو ته څۀ د ورېښمو او اطلسو پوښونه کړي وو.
دلته غربیانو له ټول انسانیت سره دومره غدر او جفا وکړل، چې تر قیامته بۀ یې له امله پر دوی لعنتونه ویل کیږي، مګر همدغې رذلې رسنۍ (آزادۍ) بۀ جائز توجهات ورکول او هر څومره لوی جرم ته بۀ یې هم استخباراتي لغزش ویل.
هو! یوازې هغه ظالمانه او وحشیانه عمل بۀ یې رسنیز کړ، چې د پټولو هېڅ لاره بۀ یې پاتې نشوه او حادثه بۀ مخکې له مخکې لا چا رسنیزه کړې وه؛ خو دوی بۀ بیا هم ((د غلط راپور)) پۀ نوم بنسټ ورته کېښود؛ ګواکي پړه بۀ یې پر محلي (بې وجدانه) جاسوساسو او کردینات ورکوونکو ورواچوله، ځکه خو بۀ یې بیا عاملینو ته د قضائي مصئونیت لاره سمه خلاصه شوه.
خو چې کوم ارذال قلموال د غربي ګټو لپاره کار کوي او بل څوک یې مخې تۀ ودریږي، نو دوی یې دفاع ته (هغه د چا خبره) پۀ توره شپه لا ولاړ وي.
دنیا شیطاني ټولنې یې جوړې کړې او کلکې یې حمایه کوي هم ؛ چې زیاترو ته یې د بشري او مدني ټولنو نومونه ورکړي دي.
تاسو خو لږ ورته متوجه شئ! چې یو څوک مازې لږ هم د دوی د ګټو لپاره او د دوی د مخالفینو پر وړاندې ګوتې وښوروي او یا غږ پورته کړي؛ دوی تر ټولو مخکې بیا تماس ورسره نیولی وي، ولو که هغه د قاف ښاپېری او یا خو د ګَنډې پېری هم وي.
هېڅ اړتیا نه لیدل کیږي چې زۀ تاسو ته اسناد او ثبوتونه وړاندې کړم! کافي ده چې فقط د دوی خپرونې تعقیب، پۀ دقت سره یې تحلیل او ارزیابي کړئ.
که نور نۀ پرې پوهېږئ، نو اصطلاحاتو ته یې وګورئ؛ د افغانستان اسلامي امارت (چې زور او قوت یې ټوله نړۍ ولړزوله ) ته بۀ دوی د وړوکې ترهګرې ډلې نوم اخیست، مګر د غني او عبدالله دوه سرې متزلزلې ادارې ته بۀ یې ((د افغانستان د ملي یووالي حکومت)) نوم اخیست. د ناټو اشغالګرو لښکرو ته بۀ یې ((سوله ساتي ځواکونه)) ویل، اما د سپین لښکر ریښتیني اتلان بۀ یې تروریستان یادول ؛ حال دا چې هغوی له غربه راغلي وو او دلته یې د امبار امبار ظلمونو تر څنګ- هر ډول تخطۍ او پۀ خپلو منځو کې (چې نجونې او هلکان بۀ ګډ سره اوسېدل ) هر رنګه بد اخلاقۍ کولې، مګر دغو ځوانانو بۀ بیا د خپل کور او کلي د آزادۍ لپاره سرونه نذرانه کول. اوس وګورئ! اسلامي امارت پۀ ټول افغانستان کې داسې واحد او متحد نظام حاکم کړی، چې پۀ ګرده نړۍ کې لا ساری نه لري؛ نه یې د پولي سیاست سیال شته، نۀ د ملي مشروعیت، نۀ د اقتصادي رشد او نۀ هم د مینه ناک او خوږ تعامل. خارجي سیاست او ديپلوماتیک موقف یې تر ټولو د ستایلو وړ دي! خو دوی یې بیا هم وزارت، یا سفارت ته د طالبانو وزارت او سفارت وایي؛ مګر د شمال څو تښتېدليو یاغیانو ته بیا د ((ملي مقاومت)) نوم اخلي.
نو تاسو قضاوت وکړئ! آیا دغه منافقه رسنۍ د شیطانانو مرکز و نه بولو؟ آیا د بیان آزادي همدې ته وایي؟ آیا دغه رسنۍ د غربي استخباراتو تر ټولو خطرناک چینل نۀ دی؟ آیا د دغۀ چینل لېوان د پسونو پۀ پوستکو کې ښکار نۀ کوي!؟
ګورئ! د دغۀ شیطاني چینل خښته لا د اهانت، تفریقه اچولو ، فساد خپرولو او د فحاشیو د ترویج لپاره ایښودل شوې ده.تاسو یې تاریخ ته ورشئ، بیا دقیقه او ژوره څېړنه پکې وکړئ؛ پخپله بۀ پوه شئ چې ((غوا توره خو پۍ یې سپینې دي)) که د مقالې د اوږدېدلو مسئله نۀ وای، ما بۀ هر څۀ همدلته تاسو (درنو لوستونکو) ته وړاندې کړي وو
پر الله مو سپارم!
امین وردګ