مقالې او تبصرې

دوحه کې له یوه سټېجه د متحد افغانستان یو غږ

تېره ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو لخوا  د افغانستان په تړاو دریم کنفرانس پیل شو، چې داځل په کې د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د ا.ا.ا استازو هم ګډون کړی وه.ناسته پر هغو مشخصو مسائلو د بحث لپاره ترتیب شوې وه، چې بهرنی اړخ یې درلوده او له نړیوالو سره پرې تفصیلي خبرې وشوې.

59 / 100

تېره ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو لخوا  د افغانستان په تړاو دریم کنفرانس پیل شو، چې داځل په کې د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د ا.ا.ا استازو هم ګډون کړی وه.ناسته پر هغو مشخصو مسائلو د بحث لپاره ترتیب شوې وه، چې بهرنی اړخ یې درلوده او له نړیوالو سره پرې تفصیلي خبرې وشوې.

ناسته کې له ورایه داسې برېښېدله چې ګواکې  نړۍ  درک کړې وي چې نور د مخامخ تعمیري خبرو  فرصت ایجاد شوی او غربیانو هم رغنده سیاسي تعامل د حل لار یاده او دا چې دیپلوماتیکې خبرې یې  د اوسني بنبست نه د وتو یواځینی آفشن بللی وي.

تر ناستې دمخه او وروسته افغان پلاوي د ګڼو هیوادونو له استازو سره ځانګړې لیدنې/ناستې  وکړې او د افغانستان په تړاو یې د ټولو له مثبت لېد څخه ډاډ ترلاسه کړ.

 ناسته د ښاغلي ذبیح الله مجاهد په اوږده، هر اړخیزه او دپلوماتیکه وینا سره پیل شوه چې پکې له نړیوالو سره د تعامل ټولو لارو ته  اشاره شوې وه.

د افغان لوري د هیئت مشر «ذبیح الله مجاهد» په اګاهانه توګه وویل چې که د  افغانستان کورني مسایل له بهرنیو اړیکو جلا کړو، ښايي له دې سره په  دوو اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو کې پرمختګ ولرو.

نوموړي زیاته کړه چې ‏د افغانستان اسلامي امارت غربي هېوادونو سره هم مثبت تعامل غواړي اما د بل هر هېواد په څېر موږ هم ځینې دیني او دودیز ارزښتونه او ولسي غوښتنې لرو، چې هغه باید درک کړل شي ترڅو  دوه اړخیزې اړیکې د ناندریو او رکود پرځای پرمخ لاړې شي.

هغه په غوڅ ډول وویل چې دوی ته دې هغه څوک لیکچر نه ورکوي چې لاسونه یې په غزه کې په لویو بشري جنایاتو کې مستقیماُ ککړ او دخیل دي.

دغه ناسته باندې د ا.ا.ا بهر میشتو مخالفینو ژوره خواشیني څرګنده، سوز او فِغان یې په ټولنیزو رسنیو کې ازانګې خپرې کړې.

دا چې ولې له افغانانو څخه یو آدرس نمایندګي کوي او ولې دلته پر کورنیو مسائلو بحث نه کیږي، د دوی لپاره د خواشیني وړ ټکي وه.

ناستې ته د ګوتو په شمېر مېرمنې هم بلل شوې وې، خو له دې امله چې  د اصلي غونډې پر ځای حاشیوي ناستو ته غوښتل شوې، خپل ګډون یې رد کړ.

که څه هم د تېرې ادارې واکمنو ته وړمه ورځ په ویانا کې د نړیوالو لخوا غونډه ترتیب شوې وه چې  له دوی پرته پکې نه د اوسني حکومت کومې څېرې  برخه درلوده نه یې ملاتړو او  پر دې سربیره؛  نه پرې چا نیوکه وکړه نه یې اعتناء ورته وکړه؛ خو هغوی هم ددغې ناستې په تړاو د مایوسۍ اوښکې تویولې او ګواکې د انټرنشنل خبریالان یې د غچ اخیستنې د پاټکیانو په نوم اجیران کړي وي؛ د هغوی متعدد کسان یې د امارتي پلاوي لپاره د ننګونکو پوښتنو مطرح کېدو او  طعنو ورکولو ته په دهلیزونو کې اماده باش درولي وه.

د دوحې غونډه ته د نه بلنې له امله ډیری هغه د شهرت لیونیان هم خفه ول، چاته چې طالب څو ورځې د ناز په پالنګونو عیش ورکړی وه او په دې توګه یې له منحرفې لارې (افغان دښمنه فکر) څخه را ګرځولي ول.

ناسته کې د نه ګډون له کبله د بهرنیانو افغان نما بړیڅي ځکه سره او شنه کېدل چې دوی ټول عمر د خپل کور مسئلو ته له بهرنیانو د حل غوښتنه کړې  او خپله یې د دغه ابتکار، نه  جسارت درلوده او نه هم واک؛ دلته چې اوس طالب واکمن د آزادي خبره کوي، نو موخه یې همغه خپلواکي ده چې له مخې یې د ټولو هغو قضیو حل ځان ته منسوبوي چې بهرنی اړخ ونه لري او کوم چې له خارجیانو سره مشترکات دي، له واحد آدرسه یې د غونډو او ناستو پر مهال ورسره حل را باسي.

 هوکې! د نړۍ په هیڅ کونج کنار کې به نه وي پېښ شوي چې له کوم حکومت دې وغوښتل شي څو په نړیوالو کنفرانسونو او جرګو کې هم اپوزیسیون د پریکړو واک ولري او هم مرکزي خپلواک حکومت.

دا چې د تېرې ادارې پرمهال پر ارګ مسلطو افغان نما څېرو یواځې تنصیبي حیثیت درلوده، نوځکه د خپلواکي غوښتونکو حرکت (اسلامي امارت) په دوحه کې له نړۍ سره  مستقلانه خبرو ته را مخته شو.

ناسته کې له بهرنیانو سره پر بانکي موضوعاتو، د مخدره توکو پر مخنیوي او نورو مسائلو هر اړخیزه خبرې وشوې او هڅه وشوه څو په دپلوماتیکه ژبه د  افغانستان  څیره او د اوسني حکومت هڅې  په ښه ډول نړیوالو ته انځور شي.

خالقیار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button