
دننګرهار کانال ریاست :چې ددې کانال اړوندو ځمکو د کدو حاصلات ډېر شوي دي
د کانال ریاست چارواکي وایي، چې د کانال اجاره داران (ځمکوال ) او بزګر هر کال د کانال په ځمکو غنم، جوار، لوبیا، اوربشې، پیاز، کچالو، رومیان ، هندواڼه ، خټکي ، ډول ډول سابه او نور کري، چې د ننګرهار سربېره، ټول ختیځ زون، کابل او نورو ولایتونو ته هم استول کېږي.
د چارواکو په خبره په دغو کرنیزو توکو کې د نورو کرنیزو توکو سره کدو شته بزګرانو ته ښه عاید لرونکي محصول ګڼل کېږي.
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي: «له ډېره ښه مرغه اوس د کانال په ځمکه کروندګرو په پراخه پیمانه غټ کدو کرلي، د پوهانو په اند په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴۵ ډولونه کدوان موندل کیږي او هر یو یې بیلې بڼې، خوندونه او ګټې لري، چې دغه راز د استعمال لارې یې هم مختلفې دي.»
روغتیاپالونکي وايي ، کدو د سترګو لید سربېره د سرطان خطر په کمولو کې مرسته کوي، جلد یا پوستکي ته ښکلا بښي، لوړ فشار کنترولوي او د اضافي وزن مخنیوی هم کولای شي.