
دمنځنۍ آسيا هېوادونو د استازو غونډه: د افغانستان ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړ تيا ته پوره درناوی وشي
د هند او منځني آسيا هېوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې د افغانستان پر امنيتي، سياسي، اقتصادي او بشري حالاتو خبرې شوي او ټينګار يې کړی، چې د افغانستان ملي حاکميت، يووالي او ځمکنۍ بشپړ تيا ته بايد درناوی وشي. د هند د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان په تړاو د منځنۍ آسيا هېوادونو له استازو سره د ګډې کاري ډلې غونډه ترسره کړه. سرچينې زياته کړې، دا غونډه چې وړمه ورځ په نوي ډيلي کې جوړه شوې وه، پکې د کوربه هند ترڅنګ د قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ځانګړو استازو ګډون کړي وو. په دې غونډه کې اړوندو هېوادونو ته د دې فرصت په لاس ورغلي، چې د افغانستان په تړاو پر مهمو موضوعاتو خبرې او بحثونه وشي. د غونډې ګډونوالو د افغانستان په کورنيو چارو کې پر نه مداخلې هم ټينګار وکړ او د يوه سوله ييز ، خوندي او با ثباته افغانستان غوښتونکي شول.