سیاست

دفاع وزارت وايي د ځواکونو شمېر يې ۱۵۰ زرو ته رسېدلی

دفاع وزارت وايي چې د پوځ د ځواکونو شمېر یې ۱۵۰ زره تنو ته رسېدلی دی. د دغه وزارت ویاند وایي، چې د تېر حکومت د اردو ځواکونه هم د دغو ځواکونو په جوړښت کې دي. د نوموړي په وینا دغه ځواکونه له بشپړو پوځي تجهیزات برخمن دي او معاش پر ټاکلي وخت ورکول کېږي. د دفاع وزارت ویاند وایي، چې د دغه وزارت د ځواکونو په جوړښت کې د مخکیني حکومت د پوځ سرتېري هم حضور لري.  نظامي چارو شنونکي پر دې باور دي، چې سرپرست حکومت د دغه پوځ د چارو د ښه ترسراوي او اکمالاتو لپاره د نورو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button