ټولنه او کلتور

درې لــوی عبرتونه او پنــدونه!

د اميرالمؤمنين حضرت عمر (رضي الله عنه) په زمانه كي دري كسانو يو شخص اميرالمؤمنين حضرت عمر (رضي الله عنه) ته راوست او عرض يې وكړ: يا اميرالمؤمنين، دې شخص زموږ پلار وژلی دی، موږ قصاص غواړو. اميرالمؤمنين د قاتل څخه پوښتنه وکړه ولي؟ ويې ويل: يا اميرالمؤمنين زه يو شپونكی چوپان يم، د دوی پلار زما څاروی په ډبر وويشتل قتل يې کړ، ما په هغه ډبره د دوی پلار وويشتی، هغه مړ سو.

فرید احمد (مبارز)

اميرالمؤمنين حضرت عمر (رضي الله عنه) ورته وويل:پر تا به حد جاري سي. قاتل عرض وكړ: يا اميرالمؤمنين ما ته د پلار څخه څه مال او يو يتیم ورور را پاته دی، درې ورځي مهلت راكړه، تر څو هغه مال او كشر ورور یو چاته وسپارم، اميرالمؤمنين حضرت عمر (رضي الله عنه) ورته وويل: څه ضمانت لرې؟ كه وتښتیدلې، شخص یوې خوا بلي خوا ته وکتل، د حضرت ابوذر (رضي الله عنه) څخه يې ضمانت وغوښتی، هغه يې هم ضمانت وكړ.

بيا حضرت عمر (رضي الله عنه) وويل: اي ابوذره! ته خو دغه شخص نه پيژنې، كه دی رانه غی بيا به حد پر تا جاري كيږي، حضرت ابوذر (رضي الله عنه) ومنله.

قاتل ولاړ اوله ورځ تيره سوه، داغسي دوهمه او دريمه ورځ هم تیره سوه، خلک ټول خواشيني او پريشانه وه، چي پر حضرت ابوذر (رضي الله عنه) باندي حد جاري نه سي. ماښام لمانځه ته لږ وخت پاته وو، قاتل ستړي ستومانه را ورسيده، عرض يې وكړ: يا اميرالمؤمنين ما خپل كشر ورور او مال خپل ماماگانو ته وسپاره، دا دی زه ستاسو په حضور كي يم.

حضرت عمر (رضي الله عنه) ځیني وپوښتل: تا كولای سول چی وتښتې. قاتل وويل: كركه مي وشوه، ما ویل بيا به خلک وايي: پر عهد وفا پاته نه سوه…!!

حضرت عمر (رضي الله عنه) حضرت ابوذر (رضي الله عنه) ته وويل: تا ولي په نا آشنايي كي د ده ضمانت وكړ، حضرت ابوذر (رضي الله عنه) وويل: بيا به خلکو ويل چي انسانيت كي خير پاته نه سو…!!

د پلار قصاص غوښتونكي ډير حيران او متأثر سول، عرض يې وكړ: يا اميرالمؤمنين موږ دی معاف كړ. حضرت عمر (رضي الله عنه) وپوښتل: ولي؟ هغوی جواب وركړ: خلک به وايي انسانيت كي عفوه بخشش او رحم پاته نه سو. راځئ يو د بل کوچنی کوچنی غلطياني معاف کړو، تر څو خلک ونه وايي: په انسانيت کي نور خير پاته نه دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button