مرکې

داقتصاد وزارت: واخان ټرانزيټي دهلېز دافغانستان اود نړۍ دنورو هېوادونو لپاره ډېر اقتصادي ارزښت لري

داقتصاد وزارت مسئولين وايي،دBRIاقتصادي طرحه، چې ديوکمربند او يوې لارې په نوم هم ياديږي، ددې طرحي لپاره د نړۍ د شا او خوا  ۱۶۵ هيوادونو دلوړ پوړې چارواکو ګډون ډېر اهميت لری اوخپل ملاتړ يې ترې اعلان کړي دي، نوموړې لاره چي له ۶۵ هيوادونو څخه تېرېږي، د نړۍ شاوخوا  ۶ ، ۴ څلور اعشاريه شپږ ميلياردو وګړو ته يې ګټه رسېږي.داقتصادوزارت وياندعبدالرحمن حبيب هېواد ورځپاڼې خبريال ته په ځانګړې مرکه کې وويل:

داقتصاد وزارت مسئولين وايي،دBRIاقتصادي طرحه، چې ديوکمربند او يوې لارې په نوم هم ياديږي، ددې طرحي لپاره د نړۍ د شا او خوا  ۱۶۵ هيوادونو دلوړ پوړې چارواکو ګډون ډېر اهميت لری اوخپل ملاتړ يې ترې اعلان کړي دي، نوموړې لاره چي له ۶۵ هيوادونو څخه تېرېږي، د نړۍ شاوخوا  ۶ ، ۴ څلور اعشاريه شپږ ميلياردو وګړو ته يې ګټه رسېږي.داقتصادوزارت وياندعبدالرحمن حبيب هېواد ورځپاڼې خبريال ته په ځانګړې مرکه کې وويل:

دBRI اقتصادي طرحه د يو کمربند او يوې لارې  په نوم هم ياديږي، دچين هيواد  په نوښت د نړۍ په کچه تر ټولو لويه زيربنايي او اقتصادي پرروژه ده ،چې د يو اقتصادي کمربند او  ځمکني دهليز په توګه له چين هېواد څخه پيل شوي او د منځنۍ اسيا له لارې اروپايي هېوادونو ته رسېږي،او له بلي خوا  د ورېښمو سمندري لاره چې چين له جنوب ختيځي اسيا، لويديځي اسيا، منځنيختيځ او افريقا سره د سمندرونو له لارې نښلوي.

حبيب زياته کړه، ياده اقتصادي طرحه  د ملتونو تر منځ  د اقتصادي همکاريو  لپاره يو پرانيستې او نړيوال پليټ فارم ګرځيدلي چې د نړۍ دوه پر دريمه برخه هيوادونه او يو پر دريمه برخه نړيوال سازمانونه تر پوښښ لاندې راولي.

نوموړې طرحه چې د ورېښمو د تاريخي لارې يوه نوې بڼه ده، پخوا  تر پنځلسمې پېړۍ پورې له ۱۷۰۰ کلونو راهيسې د اسيا، شمالي افريقا او ختيځې اروپا ترمنځ له ټولو لويه سوداګريزه لاره وه.

په دې اقتصادي طرحه کې زموږ د هېواد شاملېدل له بېلابېلو اړخونو مهم او د سيمې او ګاونډيو هېوادونو سره د اقتصادي همکاريوزياتېدل،د سياسي او کلتوري اړيکو د پراختيا ، د ټرانزيټ، سوداګرۍ او د هيواد د صادراتو  او نړيوالو او سيمه ييزو بازارونو ته د توکو د ليږد  په برخه کې د وخت او لګښت له امله هم مثبتې اغيزې لري.

له بل اړخه هېواد مو  سمندرته لارې نه لري، موږ کولاي شو ددغې پروژې له لارې  د منځنۍ آسيا، جنوبي آسيا، منځني ختيځ او ختيځې آسيا د اقتصادي حلقاتو او بنسټونو تر منڅ  د نښلولو د نقطې په حيث رول ولوبوو او دهيواد له ټرانزيټي استعداد څخه بايد  پوره کار واخيستل شي.

همداشان دا ممکنه ده چې د چين هيواد په افغانستان کې د زيربنايي پروژو لپاره ميليونونه ډالري پانګونه وکړي.چي ورسره به د کار فرصتونه رامنځ ته شي او په هېواد کې دننه پانګوال به هم د کورنۍ توليد پراختيا ته مخه وکړي چي په ټوله کي به د هيواد داقتصادي وضعيت د ښو کېدو سبب شي.

داقتصادوزارت وياند زياته کړه،د واخان له لارې  چين سره د افغانستان د نښلولو پلان ډېر مهم دي او د واخان دهليز يا د ورېښمو تاريخي لاره کولاي شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

د افغانستان د اقتصادي تګلارې يوه له بنسټيزو موخو څخه  ټولوهيوادونو سره اقتصاد محوره پاليسي ده چې د ګډ پرمختګ لپاره د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو او تعاملاتو   پاللو ته اړتيا لري.

د واخان دهليز په بيا احيا کولو سره به  افغانستان د سيمه ييزې سوداګرۍ او ترانسپورت په مرکز بدل کړي او دا به د کاشغر څخه تر بدخشان پورې د واخان د لويې لارې په جوړولو سره ممکنه وي.

افغانستان د منځنۍ اسيا او سويلي اسيا تر منځ له دغه مسير څخه اغېزمنې ترانزيتي ګټې لري ، له بلي خوا واخان دهليز چين  هيواد ته هم د نورو سيمو په پرتله د ځمکني نږديوالي او ښه امنيت له امله د يو کمربند او يوې لارې د سترې اقتصادي ستيراتيژۍ د تطبيق لپاره يو مناسب فرصت ګڼل کيږي، ختيځ هيوادونه چي (د نړۍ د انرژي مرکز)  ګڼل کېږي، او اروپا ته د رسيدلو لپاره مناسبه لاره بلل کېږي.

عبدالرحمن حبيب وايي دسيمې اتصال زموږ له اقتصادي لومړيتوبونو څخه شميرل کېږي اوسمهال هم د پخوا په پرتله ډيري لاسته راوړني په دې برخه کې تر سره شوي د مرکزي اسيا ۶ هيوادونو سره ايران او نورو ګاونډيو هيوادونو سره ښي ترانزيټي او تجارتي اړيکې لرواو له ګاونډيو سره  د نويو تجارتي بندرونو باندې هم تمرکز لرو  د تجارتي او اقتصادي زونونو طرحه هم د کار لاندې ده او همداسې په دې طرحه هم کار کوو چي د اورګاډي تر ټولو لويه لار چې نه يوازې ايران او چين سره نښلوي، بلکې افغانستان له شمالي ګاونډيو هېوادونو سره هم ونښلوي خو التبه چې وخت ته به ضرورت وي چې دا برنامي تطبيق او عملي شي.

نوموړې وايي،د ورېښمو لاره د افغانستان لپاره يو استثنايي فرصت دي، اوافغانستان کولاي شي چې د ورېښمو په نوې لاره، يعنې “يو کمربند او يوه لاره ” کې خپل پخواني اهميت او موقعيت بيرته ترلاسه کړي،څرنګه چې افغانستان د دې اقتصادي طرحي له دريو مهمو لارو څخه په دوو کې موقعيت لري او دا پخپله په دې پروژه کې د افغانستان د رول اهميت څرګندوي.

لومړي هغه شمالي لاره ده چې چين د منځنۍ اسيا د  (تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، افغانستان، ازبيکستان او ترکمنستان) په شمول له روسيې، اروپا او شمالي افريقا سره نښلوي

او بله مرکزي لار چې له منځنۍ اسيا څخه ايران او خليج ته د افغانستان او ترکمنستان له لارې تېرېږي. او بيا ترکيه او د مديترانې سمندر سره نښلوي. ويلي شو چي افغانستان په کې مهم رول لري.

همدارنګه عبدارحمن وويل،په اقتصادي پروژې”يو کمربند او يوه لار ” کې ګډون به د افغانستان لپاره  له اقتصادي اړخه ګټوره پروژه وي ځکه چې په سيمه ييزو او نړيوالو اقتصادي پروژو کې ګډون به نه يوازې د اقتصادي خودکفايۍ په لاره کې مرسته وکړي، بلکې له افغانستان سره د  سيمې د هيوادونو د پراخو اړيکو او همکاريو د ټينګولو فرصت  هم برابر شي.

اوپه همدې ترتيب په داسې سترو اقتصادي پروژو کې د افغانستان ګډون له يوې خوا افغانستان دسيمي هيوادونو  سره نږدې کوي او له بلې خوا د يو کمربند يوې لارې په څېر اقتصادي پروژې نه يوازې د هيواد د اقتصاد او سوداګرۍ د کچې د لوړولو سبب کېږي ، بلکي  دا سې پروژې د کارموندنې لوړ ظرفيتونه لري،او دير خلک به په کار شي.

همداشان نوموړېو ويل،دلاجوردو لاره افغانستان د ترکمنستان، اذربايجان او ګرجستان له لارې له ترکيې سره نښلوي.

د لاجوردو نوم له يوې پخوانۍ تاريخي لارې څخه اخيستل شوي چې له افغانستان څخه لاجورد او نورې نيمه قيمتي ډبرې له ۲۰۰۰ کلونو څخه زيات د ورېښمو لارې په اوږدو کې قفقاز، روسيې، بالکان، اروپا او شمالي افريقا ته صادريږي.

له بلي خوا لاجورد لاره  کولاي شي افغانستان د ترکمنستان، اذربايجان او ګرجستان له لارې  ازادو اوبو سره د تورې بحيرې سره  وصل کړي او بيا له ترکيې او اروپايې هېوادونه سره وصل شو.

دا لاره افغانستان ته  له دې اړخه هم ډيره مهمه ده چې يوه له لنډو، خوندي او اسانه لارو څخه شمېرل کېږي، ځکه  د ګاونډي هيواد ترکمنستان له پولې څخه سړک او اورګاډي دواړه شتون لري، او د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر څخه تر باکو،فارس  او استانبول پوري  سړک او ريل پټلۍ هم موجودي دي.

 سميع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button