مقالې او تبصرې

داعش؛ د مسلمانانو بدنامولو له‌پاره د غربي استعمار پروژه

که څه هم غربي استعمار تل له بشري حقونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې شعارونه ورکوي، خو په عمل کې ترهګرۍ او له ترهګريزو ګروپونو څخه ملاتړ د هغوی د بهرني سياستو له مهمو وسيالو او تګلارو څخه دي، خو يوازې له هغوی څخه د ملاتړ بڼې په دغو دولتونو کې سره توپير کوي.

د داعش په نامه د مسلمانانو د وېشل کېدو او پاشل کېدو پروژه  امريکا د څو کلن پلان له مخې تشکيل شوه چې لومړنی فعاليت يې په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې د ابوبکر البغدادي په مشرۍ په عراق کې پيل کړ.

بغدادي چې اصلي نوم يې ابراهيم عواد بن ابراهيم البدري الحسيني السامرائي وو،  په ۱۹۷۱م كال کې د عراق په سامراء ښار كې وزېږيد چې په ابو دعا او كرار يې هم شهرت درلود.

نوموړی چې تر ۲۰۰۳ کال پورې کله چې امريکا پر عراق بريد کاوو، د فلوجه ښار په يو جومات کې امام وو چې په ۲۰۰۴ کال کې د امريکايي ځواکونو له‌خوا ونيول شو خو په ۲۰۰۶ کال کې بېرته له بند څخه آزاد شو چې هيڅ کومه جهادي مخينه يې نه‌درلوده. همدارنګه د ده د ګوند نور نږدې خلک لکه حجي بکر ( د داعش دويمه درجه کس)، ابو احمد العلواني ( د نظامي کميسيون غړی)، ابوعلي الانباري ( د صدام حکومت د فرقې قومندان) او … ټول داسې کسان وو چې نه يې له جهادي تنظيمونه سره اړېکه درلوده او نه يې هم عملاً جهاد کړی وو.

 که څه هم په هغه وخت کې مسلمانانو داسې فکر کاوه چې ګواکې داعش ډله به د مسلمانانو مرستندويان شي، خو برعکس هغوی لومړی تر هر څه وړاندې د مسلمانانو پر وژلو پيل وکړ او د هغو مسلمانانو وژل يې پیل کړل کوم چې د امريکا پر خلاف راپورته شوي وو او امریکا يې سرګردانه کړې وه.

هغه مهال چې د امريکا استخباراتي ادارې سي ای اې په سوريه او عراق کې د داعش فتنه راولاړه کړه او په پراخه کچه يې رسنيز پوښښ ورکړ؛ نو ځینو صادقو مسلمانانو پرې زړونه وبايلل؛ خو له څه وخت تېرېدو وروسته يې په افغانستان او نړۍ کې هغه ناخوالې او نادودې پيل کړې چې قلم يې د ليکلو توان نه‌لري.

د داعش خراسان پروژه:  

د ۲۰۱۴ کال په لومړيو کې داسې مهال چې امريکا ظاهراً په افغانستان کې د خپل نظامي ماموريت د پای ته رسېدو له‌پاره چمتووالی نيوه، د کابل ادارې ، پاکستاني او امريکايي چارواکو منډې ترړې ډېرې شوې. په دې ترڅ کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني احمدزي سعودي عربستان اوپاکستان او پاکستاني چارواکو هم افغانستان او امريکا ته ګڼ سفرونه تر سره کړل. د متحده ایالتونو د بهرنيو چارو وزير جان کيري له اسلام آباد څخه په‌خپله وروستۍ ليدنه کې د کابل، واشنګټن ته اسلام ‎‌آباد له‌خوا دغه درې اړخېزې هلې ځلې مثبتې وګڼلې او زياته يې کړه چې په راتلوونکو څو اوونيو کې به يې پايلې څرګندې شي چې له هغه وروسته په قبايلي سيمو او د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د داعش يا مخ پټو وسلوالو په نوم ډلو د شتون په اړه آوازې خپرې شوې چې د وخت حکومتي چارواکو يې په اړه ضد او نقيض څرګندونې درلودې.

دغه مهال د داعش وياند ابومحمد العدناني هم په اسلامي نړۍ کې ټول امارتونه او ګوندونه منحل اعلان کړل او مسلمانان يې ابوبکر البغدادي سره بيعت ته راوبلل چې په غبرګون کې يې د افغانستان له ننګرهار څخه عبدالرحیم مسلم دوست او عبدالرووف خادم له قبايلي سيمو څخه حافظ سعید، يو شمېر پخواني حزبيان او د امارت له صف څخه شړل شوي مجرمين له دغې ډلې سره ملګري شول چې بالاخره  د ۲۰۱۵ز کال په جنوري کې داعش د ډېورنډ پر پولې د اسلامي دولت د خراسان ولایت په نوم د موجودیت اعلان سره له ابوبکر البغدادي سره بیعت وکړ. داعشیانو خپل حضور په لومړي ځل د پاکستان د خیبر پښتونخوا د اورکزیو ایجنسۍ د تیرا سیمه کې اعلان کړ.بیا یې له همدې ځایه  د ننګرهار ولایت د هغو ولسوالیو په لېرې پرتو سیمو برید وکړ چې له فرضي کرښې سره نښتې وې. له هغه وروسته دغې ډلې د خراسان ولایت تشکيل اعلان کړ چې پاکستان، افغانستان، ایران، شرقي ترکستان او د منځنۍ آسیا هیوادونه یې په حدودو کې شامل وو او پاکستاني تبعه حافظ سعید خان د دغې څانګې مشر وټاکل شو چې تر ډیره بریده یې مرکزیت د اورکزیو ایجنسۍ او ننګرهار ولایت په هغو غرنیو ساحو کې وو چې له فرضي کرښې سره نښتې وې.

که څه هم په لومړيو کې کله چې دغې فتنې په افغانستان کې خپل موجوديت اعلان کړ د اسلامي امارت مشرتابه د هغوی پر وړاندې د زغم او حوصلې دريځ غوره کړ  خو کله چې دغې ډلې خپل لومړی هدف د اسلامي امارت ځواکونه وټاکل او له عام ولس سره يې ظلم او زور زياتی پيل کړ، نو مجاهدينو ته هم د هغوی د پر وړاندې د رغنده او پرېکنده مبارزې سپارښتنه وشوه.

نور بيا…

ابوالياس جهادوال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button