
داخلي سمون او ثبات پردي لاسونه لنډوي!
دا حقیقت له هېچا پټ نه دی،چې بهرني اشغالګر په محکومو هېوادونو کې تل هڅه کوي،چې د خلکو ترمنځ تر خپلې وسې اختلافات او کرکې وپاروي، خپلو کې یې سره و جنګوي، هرې ډلې ته دومره امکانات په لاس ورکړي،چې نور پرې ګواښلی شي، هریو ډېر حقدار وبولي او په دې توګه د یاد ملت ملي یووالی دړې وړې،خو خپله ولکه ښه پیاوړې او محکمه کړي. زموږ هېواد چې د تېرې څه باندې یوې پېړۍ په موده کې د دریو نړیوالو زبرځواکونو له خورا ظالمانه یرغل او اشغال سره مخ شوی او انتهایي زیات کړاوونه یې ګاللي، د ټولنیز چوکات، کلتور او ملي وحدت د تخریب لپاره یې زښته ډېرې هڅې شوې دي. له نېکه مرغه اوس چې د لوی خدای په فضل او مهربانۍ سره افغانان د نړۍ له ګردو زبرځواکو او زورواکو سره د مقابلې په ډګر کې بریا او خپلواکي وګټله او ملي حاکمیت یې تر لاسه کړ،چې دا دی پر ټول هېواد لروبرو کې یې د اسلامي امارت په نامه یو داسې حکومت واکمن شوی،چې مشران یې د هېواد او ملت مادي او معنوي شتمنیو، مقدساتو، ارزښتونو او نوامیسو په دفاع او ساتنه کې سل سلنه مخلص او متعهد اشخاص دي، لازمه ده ټول تېر شوي جریانات او اوسنۍ روانې دسیسې او لمسونې هېڅکله له پامه و نه غورځوي او د نوموړو چاودونو، بې باوریو، کرکو او ناروا تعصبونو د ختمولو او سمون راوستو لپاره په خورا ډېر احتیاط، غور او حکمت سره کار وکړي. البته په دې اړه لکه څومره چې یوې مرکزي ادارې، پیاوړي عسکري ځواک او پاخه نظم ته اړتیا ده، په هماغه کچه عدالت، حکمت، هوښیاري او زښته ډېر زغم، لوی زړه او پراخې سینې ته هم ضرورت دی، نو په کار ده چې مسؤلین له زیاترو جزئیاتو او وړو خبرو سترګې پټې او له اورېدو یې غوږونه کاڼه کاندي اوس باید هر مسؤل پردې قانع وي چې د نظام رسمي اشخاص او خپله جوړښت او موجوده چوکاټ یې که هر څومره مخلص او پاک وي، خو بیا هم دومره مقدس نه دی،چې یو افغان یې په محض ګیله او معمولی نیوکه ګرم او مجرم وګڼل شي او بیا په همدې ګناه تورو سپینو ته کېنول شي.
مطلب دا چې دښمن لاهم زموږ د ورانولو، بدنامولو او ناکامولو لپاره شپه ورځ په کمین کې ناست او په دې لټه کې دی چې کله او څوک به داسې کسان ومومي چې یو ځل بیا هم د خپل ملت ګرېوان ته لاس واچوي او د دښمن موخې ترسره کړي. هغوی لګیا دي بدګمانۍ خپروي او لمسونې کوي څو همداسې مطلوب وګړي په لاس ورشي او په خپله خوښه یې استعمال کړي. بناءً پردې اوس د حکومت د ټولو مشرانو مسؤلینو او په عام ولس کې د هر با احساسه مخور او پوهېدونکي شخص ایماني او ملي مکلفیت دی،چې په هېواد کې د هر اړخیز نظم، سمون، شفافیت، عدالت، ملي روغې جوړې، مادي پرمختګ او پر ځان بسیا کېدنې لپاره په کلک هوډ سره ګړندۍ هڅې وکړي. په دې ډول موږ کولی شو له شک پرته خپل ملت راټول او د پردیو د هر راز شیطاني دسیسو، مداخلو او غرضي لاسوهنو مخنیوی وکړو همدا زموږ د ټول ملت د ډېرو زمانو پخوانی ارمان او همدا مو د نېکمرغۍ، پرمختګ، سوکالۍ او له پردي احتیاجه د خلاصون یوازنۍ لاره ده.