سرلیکنې

خپلې رسنۍ او ژبې څرنګه پیاوړې کولی شو؟

د افغانستان اسلامي امارت پتيلې ده، چې خپل مطبوعات او خپلې ژبې پیاوړې کړي، په همدې موخه د تېرې یکشنبه په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د نشراتو معینیت، د ورځپانو ریاست په نوښت یو درې ورځنی علمي سیمینار جوړ شو

د افغانستان اسلامي امارت پتيلې ده، چې خپل مطبوعات او خپلې ژبې پیاوړې کړي، په همدې موخه د تېرې یکشنبه په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د نشراتو معینیت، د ورځپانو ریاست په نوښت یو درې ورځنی علمي سیمینار جوړ شو، چې په کې پر یو شمېر لوړ پوړو امارتي چارواکو سربېره د افغانستان د  ټولو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو استازو، د پوهنتونونو استادانو، د علومو اکاډمۍ ځینو غړو او ژورنالیستانو برخه اخیستي وه. د دغه سيمينار په پای کې د ګډون کوونکو نظرونه هم راټول شول، چې له هغو څخه په استفادې سره به د ژبو او رسنیو تر منځ د اړیکو د ټينګولو او یو له بل سره د همغږۍ او پرمختګ په لاره کې لازم او اړین تصمیمونه ونیول شي. رسنۍ چې د ولس او حکومت ترمنځ د ارتباطي پله حیثيت لري، باید له نورو اغېزمنې نه شي ، په صادقانه توګه خپل رسنیز رسالت ترسره کړي او خپل هیواد او ملت ته ژمنې و اوسي. همدارنګه د حکومت او  ولس ترمنځ د فاصلې رامنځ ته کولو او د نورو په اشاره نفرت ته لمن ونه وهي. د وهم دا چې خپلې ژبې بايد تقویه او پیاوړې کړو او په دې برخه کې زموږ علمي شخصیتونه او د علومو اکاډمي، چې د هیواد په کچه یوه باوري مرجع ده، باید په ښه توګه خپل مسئولیت ادا کړي او د خپلو ژبو د غښتلتیا لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي. هر کله چې موږ د ژبې پوښتنه کوو، نو د مورنۍ ژبې ربط ورکوو، چې په افغاني ټولنه کې مور، لور، خور او ښځه ناموس ګڼل کېږي او د سر په بیه ترې دفاع او ساتنه کېږي. همدارنګه  وطن هم چې زموږ په ټولنه کې د مور حیثيت ورکول کېږي او  د همدغې مور له نوم سره په ارتباط ورکولو سره تاسې ولیدل چې افغانانو دا څلورلسیزې له شرقي او غربي ښکرورو ځواکونو سره د خپل ګران او محبوب وطن د آزادي  په موخه مبارزې وکړې او میلیونونه شهیدان يې ورکړل، چې بالاخره يې د یوې پېړۍ په لړ کې د درېوو سترو امپراتوريو د ماتولو ویاړ خپل کړ. د اسلامي امارت په واکمنۍ کې  دغه احساس بايد لا ډېر پیاوړی شی او له هرې ممکنې طریقې کار واخلي، د رسنیو او ژبو د پیاوړتیا لپاره عملي کار وکړي او د روزنیزو سیمينارونو دغه لړۍ نوره هم وغځوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button