هیواد

خوست کې ۱۸ کلنه دوښمني په دوستۍ بدله شوه

د خوست په یعقوبیو صبریو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا اتلس کلنه دښمني،چې  دوه نورې کورنۍ هم په کې زیانمنې شوې وې؛ په دوستۍ بدله شوه. په دغه اتلس کلنه دښمنۍ کې د ښکېلو خواوو شپږ کسان وژل شوي او د سیمې د دوو نورو کورنیو درې تنه په کې زخمیان شوي هم وو. د سیمې یو ځوان عبدالقیوم چې، د دواړو کورنیو ترمنځ د دښمنۍ پر بل شوي اور یې د سولې او امن اوبه ور وشیندلې وايي، د دواړو کورنیو ترمنځ په خالبسات بازار کې د دوکانونو او ځمکې د ملکیت پر سر شخړه رامنځته شوې وه چې، اوس یې یو او بل ته بښنه وکړه:«دغه بدي خو تقریباً اتلس کاله کېږي،چې پيل شوې وه د دغې بدبختۍ جرړه د خالبسات بازار کې دوکانونه وو،چې  اصلي وجه یې دا وه نو له دې وروسته دا مسئله اوږدېدله چې بلاخره سیاسي مسایلو ته لاړه او ان د دواړو جانیو شپږ کسان په کې مړه شوي دي.»د حضرت ګل او جمعه خان کورنۍ چې، له لسیزو راهیسې یو او بل ته ګوته پر ماشه سره ولاړ وو اوس خوشاله دي،چې  ترمنځ یې دښمني پای ته ورسېده او له نورو خلکو هم غواړي،چې  دښمنۍ دې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button