اقتصاد

خوست کې د يوشمېر پروژو چارې پيل شوې

د خوست د کليو دبيا رغونې او پراختيا رياست مسئولين وايي، چې د ياد ولايت په سپيرې ولسوالۍ کې د UNOPS موسسې په مالي ملاتړ د ۳۰ ميليونو افغانيو په لګښت د يوشمېر پروژو چارې پيل شوې دي

د خوست د کليو دبيا رغونې او پراختيا رياست مسئولين وايي، چې د ياد ولايت په سپيرې ولسوالۍ کې د UNOPS موسسې په مالي ملاتړ د ۳۰ ميليونو افغانيو په لګښت د يوشمېر پروژو چارې پيل شوې دي.د خوست ولايت د کليو دبيا رغونې او پراختيا رياست تر څارنې لاندې د UNOPS مؤسسې په مالي ملاتړ او د ياد ولايت په سپېرې ولسوالۍ کې د ټولنيز ملاتړ او معيشت ملي پروګرام له لارې د يادو پروژو چارې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.د خوست د کليو دبيا رغونې او پراختيا رئيس مولوي عنايت الرحمن جلالي وويل، چې په دغو پروژو کې د ۵۰ زره ۸۲۰ مترو په اوږدوالي د کانالونو پاکول، د ۵ زره ۴۴۰ مترو په اوږدوالي د کليوالي سړکونو رغول او کرېړاچول او د ځمکو د خړوبولو لپاره د ويالو، استنادي دېوالونو او پلچکونو جوړول شامل دي، چې په جوړېدو سره به يې د خلکو شته ستونزې حل شي.د يادونې وړ ده، چې د يادو پروژو په پيل سره ۱۹۵۵ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button