
اقتصاد
خوست کې د غنمو حاصلات ۲۰ سلنه زیات شوي
د خوست د کرنې ریاست مسوولین وايي چې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د خوست د کرنې ریاست مسوولین وايي چې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دوی وايي، که څه هم سږ کال د خوست د مرکز ترڅنګ د یو شمېر ولسوالیو د غنمو فصلونه ږلۍ او بارانونو زیانمن کړي وو، خو بیا هم د تېر په پرتله د غنمو حاصلات زیات وو.
د کرنې ریاست د ترویج مدیر امین الله وايي، د خوست د غنمو فصلونه ښه وو او که ږلۍ خراب کړي نه وو، ممکن په حاصلاتو کې تر دې زیات ډېروالی راغلی وای. بل پلو د خوست یو شمېر بزګران هم وايي، سږ کال یې د غنمو حاصلات د نورو کلونو په پرتله ښه وو، خو د ږلۍ له کبله د ځینو سیمو غنم خراب شوي وو.