
خوست کې د صابون جوړولو کارخونې په فعاليت پيل وکړ
په خوست کې کې په لومړي ځل د صابون جوړولو يوې کارخونې په فعاليت پيل وکړ.د کارخونې مسئول عبدالله وايي: د خپل کاروبار ترڅنګ به د صابون توليد په برخه کې هم پر ځان بسيا کېدو ته هڅې وکړي.
په خوست کې کې په لومړي ځل د صابون جوړولو يوې کارخونې په فعاليت پيل وکړ.د کارخونې مسئول عبدالله وايي: د خپل کاروبار ترڅنګ به د صابون توليد په برخه کې هم پر ځان بسيا کېدو ته هڅې وکړي.عبدالله وايي: اوسني کاروبار يې له درې ميليونه افغانيو پيل کړي او ۲۰ کسانو ته کاري فرصتونو په برابرولو سره بېلابېل ډول صابون توليدوي. دی زياتوي: (( موږ تر دې مهاله پنځه ډوله د ځان وېنځلو صابون وړاندې کړی دی. هڅه مو دا ده، چې بازار ته يې هم وړاندې کړو. موږ په دې کارخونه کې شااوخوا ۲۹۰ کسانو ته د کار زمېنه برابره کړې.)) په ورته مهال په ياده کارخونه کې پر کار بوخت کسان خوښ دي ، چې په خپل وطن کې ورته د کار زمينه برابره شوې ده.دوی پر دې سربېره له پانګه والو او حکومت غوښتنه کوي، چې په کورد ننه د پانګونې زمينه برابره کړي، تر څو لا ډېرو خلکو ته کاري زمينې برابرې شي.د کارخونې يو تن کاريګر حميدالله وايي: (( ډېر خوښ يم، چې دلته پر کار مصروف يم. په دې خوشاله ،چې په کوردننه راته د کار زمېنه برابره شوه. نن سبا په هيواد کې بېکاري ډېره زياته ده. تجاران بايد په خپل هيواد کې پانګونه وکړي.))د يادونې وړ ده ،چې په خوست کې دا مهال شاواخوا دوه سوه بېلابېلې صنعتي کارخونې فعالې دي، چې په کې زرګونه خلکو ته د کار زمينه برابره شوې ،خو مسئولين يې تل د يوه صنعتي پارک او منظمې برښنا نشتون د کارونو پر وړاندې لوی خنډونه ګڼي.