اقتصاد

خوست کې د ((جوارسل)) په نامه د کرنيزو څېړنو فارم جوړېږي

په خوست کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له لوري د ((جوارسل)) په نامه د کرنيزو څېړنو فارم جوړېږي.

په خوست کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له لوري د ((جوارسل)) په نامه د کرنيزو څېړنو فارم جوړېږي.

د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسئولين وايي: د دې ولايت مرکز کې پر ۱۱۰جريبه ځمکه د کرنيزو تحقيقاتو د يوه ځانګړي فارم د جوړېدو چارې يې پيل کړې دي.د ياد ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د ترويج عمومي مدير کمال‌الدين وايي، چې ياد تحقيقاتي فارم کې به په راتلونکې کې په بېلابېلو نباتاتو باندې څېړنې وشي.د نوموړي په وينا: دغه فارم کې به د خوست لپاره د سبزيجاتو، مېوو او غَلو برخه کې اصلاح شوي او مورني تخمونه او نيالګي توليد شي.ده زياته کړه، چې دغه فارم يې خوست کې د کرنې او بڼوالي په برخه کې د لا معياري کېدو لپاره جوړ کړی دی.په دغه فارم کې به د کرنې برخې د متخصصينو له لوري د خوست د کرنې پوهنځي او انستيتوتونو محصلين هم په مسلکي توګه وروزل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button