روغتیا

خوست کې جوړ ۱۱روغتيايي مرکزونه لا هم غير فعال دي

د خوست د مرکز په ګډون په ځينې ولسواليو کې ۱۱ روغتيايي مرکزونه، چې  ودانۍ هم جوړې شوي لا هم غير فعال دي. د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، د يادو مرکزونو د غير فعال پاتې کېدو له امله د خپلو ناروغانو د درملنې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د خوست د عامې روغتيا رياست بيا د دغو مرکزونو د نه فعالېدو لامل د تشکيل کمېښت بولي، خو ډاډ ورکوي، چې ډير ژر به فعال شي. دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د خوست اوسېدونکو په دغه ولايت کې د کم کيفيته درملو له پلور کېدو هم اندېښنه څرګنده کړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button