
خوارج څوک دي؟
خوارج هغه ډله ده، چې دحضرت عثمان (رضی الله عنه) دخلافت په وروستيو کې يې خروج (بغاوت) وکړ، چې د عثمان (رضی الله عنه) مظلومانه شهادت هم د دوی د خروج نتيجه وه.
خوارج هغه ډله ده، چې دحضرت عثمان (رضی الله عنه) دخلافت په وروستيو کې يې خروج (بغاوت) وکړ، چې د عثمان (رضی الله عنه) مظلومانه شهادت هم د دوی د خروج نتيجه وه.
له هغه وروسته دحضرت علي (کرم الله وجه) په زمانه کې نور هم را څرګند شول، په دې وخت کې يې شر ډېر زيات شو، پر علي (کرم الله وجه) باندي يې خروج وکړ او د نوموړي په ګډون يې ډېر صحابه کرام ( رضی الله عنهم) کافران وبلل (العياذ بالله) صحابه کرامو ته دکفر د نسبت لامل يې عقيدوي اختلاف و؛ ځکه دوی هميشه ددوی له عقيدې او مذهب سره مخالفين کافران بللي دي.
خوارج د شرعي اميرانو اطاعت څه، چې دهغوی پر خلاف بغاوت او خروج د دين يوه برخه بولي او دا يې عقيده ده، خو په اسلام کې تر هغه وخته چې له امير څخه کفر څرګند شوی نه وي؛ بغاوت او خروج ورباندې ستر جرم ګڼل شوی او اطاعت يې د الله تعالی اطاعت بلل شوی دی.
خوارج په لومړي سر کې پر اميرانو او بيا په ټولو مسلمانانو خروج ځکه جايز ګڼي؛ چې دوی د کبيره ګناه مرتکب کافر بولي، خو داهل سنت او جماعت په عقيده؛ له ايمان څخه يوازې د شرک او ايمان پر نواقضو سړی وزي او دکبيره ګناه په سبب سره څوک د ايمان له دايرې څخه نه وزي، بلکې ايمان يې ناقص ګرځي او کافر نه، بلکې فاسق ورته ويل کېږي.
خوارج ولې دکبيره ګناه مرتکب کافر بولي؟ ددې لامل يوازې جهل (ناپوهي) ده؛ ځکه خوارج د عبادت، ذکر، تلاوت او روژو ډېره پابندي کوي، رسول الله (صلي الله عليه وسلم )خپلو ملګرو ته د دوی داسې تعريف کوي (( تاسو به د خوارجو د لمنځونو، روژو او تلاوتونو په ليدلو سره خپل عبادات ډېر کم ګڼئ! خو له دې هر څه سره سره، بيا به هم خوارج له دين څخه داسې په آسانۍ سره وزي، لکه غشي له ليندې څخه)) خوارج په دين کې له دومره زيار سره سره، په دين کې هېڅ ((پوهه)) نه لري چې له امله يې په ګمراهۍ او شر کې راګير شوي او له ځان ور هاخوا بل هېڅ څوک مسلمان نه بولي.
خوارجو په هېڅ وخت کې کافران نه دي وژلي، بلکې د دوی په لاس هميشه دمسلمانانو وينې بهيږي په مسلمانانو کې هم ستر ستر خلک لکه: عثمان، علي، زبير بن عوام رضي الله عنهم او دامت نور غوره خلک د دوی له لاسه وژل شوي دي.
ددوی ددې کړنلارې وړاندوينه رسول الله (صلي الله عليه وسلم) څوارلس سوه کاله پخوا کړې وه ژباړه: (( دوی به مسلمانان وژني او بت پرستان (کافران) به نه وژني.))
خوارج د قرآنکريم او حديثو پر ځينو نصوصو استدلال کوي ،خو پرې پوهيږي نه، دګناه په کولو چې کوم وعيد (ويره) راغلې وي، هغه ته ګوري او له هغه څخه دکفر معنا اخلي، له هغه پرته نورو هغو آيتونو او حديثو ته بيا نه ګوري، چې له مسلمانانو سره په کې د مغفرت او رحمت وعده شوې ده.
خوارج ځانونه ددين پاخه پلويان بولي او په ډېره جذبه سره هره ناروا پريکړه کوي، خو پر دين غيرت او ننګ کول، په دين کې له پوهې څخه پرته هېڅ فايده نه لري، له صحابه کرامو خو ددين غوره پلويان بل هېڅ څوک نه وو، خو هغوی هم د خوارجو په لاس ووژل شول.
له خوارجو سره څه کول په کار دي؟ حضرت علي (کرم الله وجه )خوارجو ته لومړي ترجمان القرآن او خپل د کاکا زوی عبد الله بن عباس (رضی الله عنه) د مناظرې لپاره ور وليږل، د مناظرې په ګټه شپږ زره کسان بيرته له خوارجو را واوښتل او له پاتې نورو خوارجو سره علي ( کرم الله وجه) د ډېرو صحابه کرامو په ملتيا جګړه پيل کړه.
داشان په هره زمانه کې مسلمانانو ته په کار ده ،چې لومړی دغه خبيث قوم ددعوت او اصلاح پر مټ لارې ته راوبولي، که بيا هم لارې ته را نه راغلی؛ بيا يې بايد په وړاندې مبارزه وشي او ووژل شي؛ ځکه د دوی وژنه سپيڅلی جهاد دی او د دوی له لاسه وژل کېدل سپېڅلی شهادت دی.
يادونه: په اوسني وخت کې ((داعش)) ډله صفا خوارج دي له پخوانيو خوارجو سره په ټولو صفتونو کې شريک دي، دوخت پر امام يې خروج او بغاوت کړی او دامت رښتيني رهبران او سپيڅلي خلک وژني او د کافر يې تر اوسه ګوته نه ده وينې کړې؛ ځکه نو بايد ددوی په وړاندې بې دريغه مبارزه وشي او له شر څخه يې مسلمانان وژغورل شي.
حسان مجاهد