
خلیفه سراجالدین حقاني ننګرهار ته سفر کړی
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراجالدین حقاني ننګرهار ته سفر کړی او د دې ولایت په مقام کې یې د ننګرهار پوهنتون له استادانو، علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې علماوو ویلي، چې موږ د بریالیتوب دعاوې درته کوو، خو تاسو مسولین ولس ته د خدمت کولو په امتحان کې یاست.
دوی زیاته کړې؛ حاکمانو ته مو مشورې دا دي، چې ولس او دین ته د خدمت په موخه دروازې پرانیزئ.
د پوهنتون استادانو ویلي، چې شپیته کاله پخوا دلته پوهنتون جوړ شوی، د ننګرهار اکثره وګړي محصلین دي او علمي کچه یې لوړه ده نو باید د اسلامي امارت رهبري ننګرهار ته د علمي سکټور په برخه کې ځانګړې پاملـرنه وکړي.
د دوی له لوري ښاغلی سراجالدین حقاني د سږ کال اقلیم بدلون تر نوم لاندې نړیوال کنفرانس ته بلل شوی دی.
د خصوصي پوهنتونونو استادانو ویلي، چې موږ د خپل دین لپاره تر خپل سر تیر یو.
قومي مشرانو ویلي، چې ملت باید په حکومت کې ځان وویني، مونږ په غرونو کې اطاعت کړی، دلته په هواره کې خو اطاعت لا اسانه دی.
د دوی په وینا؛ ملت خپل مسولیت ترسره کړی او اوس یې وخت دی چې حکومت هم خپل مسولیت ادا کړي.
ښاغلي خلیفه صاحب دې ناستې ته په وینا کې ویلي، چې ننګرهار د علم او کلتور کور او د علم او فن یو ادرس دی؛ ستونزې او نیمګړتیاوې شته، خو په صبر او حوصله به یې د له منځه تلو په موخه ګډ کار کوو.
نوموړي زیاته کړې؛ ستاسو په نېکو مشورو خوشحاله شوم، موږ دلته خپلو مسولینو ته له ولس سره د ښه چلند سپارښتنې کړې دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ډاډ ورکړی، چې د دې وزارت اړوند ستونزې او غوښتنې به یې ژر حل کړو او که کومې خبرې یا پیغامونه مو شیخ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله ته لرل زه یې ور رسوم.
ښاغلي حقاني د ننګرهار ولسونه ستایلي، چې تل یې د یرغل او شریرو کړیو پر وړاندې د مجاهدینو ننګه او ملاتړ کړی دی.