ګزارش

خلک له حکومته د پاسپورت وېشلو پروسې د بيا پيل غوښتنه کوي

د پاسپورت ترلاسه کول خلکو ته لوی سرخوږی شوی او خلک د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره شپې او ورځې سرګردانه ګرځي.

د پاسپورت ترلاسه کول خلکو ته لوی سرخوږی شوی او خلک د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره شپې او ورځې سرګردانه ګرځي.

دوی وايي چې د پاسپورت اخيستل ورته ډېر ګران کار دی.

هره ورځ پاسپورت رياست ته په سلګونو تنه د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره ورځي،چې څه وخت به وکولی شي پاسپورت ترلاسه کړي.

ځينې کسان وايي چې له ولايتونو څخه د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره کابل ته راغلی او شپې او ورځې به په هوټلونو کې سبا کوي تر څو وکولی شي پاسپورت ترلاسه کړي. دوی وايي چې د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره راغلی چې د درملنې لپاره خپل ناروغان بهر ته بوزي.

او ځينې کسان بيا وايي چې د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره په دې خاطر راغلی چې دکاروبار لپاره د ايران ويزه ترلاسه کړي.

او ځينې بيا وايي چې د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره دلته راغلی،چې د خپل تجارت او کار وبار لپاره پاسپورت ترلاسه کړي.

دوی وايي چې د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره له کلونو راهيسې په دې پروسه کې ستونزې موجودې دي.

دغه کسان له حکومته د يادې ستونزې حلولو غوښتنه کوي او وايي چې د ولس غوښتنو ته دې جدي پاملرنه وشي.

دوی وايي چې پاسپورت اخيستل د هر هيوادوال مسلم حق دی،د پاسپورت رياست وياند نورالله پتمن وايي: موږ ترحده زيات کوښښ کوو تر څو د خلکو غوښتنو ته په وخت رسيدګي وکړو.

دی وايي چې د پاسپورت وېشلو پروسې د بيا پيل په اړه زموږ تخنيکي ټيمونه کوښښ کوي چې هيوادوالو ته په وخت او په آسانه توګه پاسپورت ورکړي.

ده زياته کړه: ياده پروسه د څه ستونزو له امله درېدلې او کوښښ کوو ترڅو زموږ تخنيکي ټيتونه يادې ستونزې حل ،هيوادوالو ته په وخت او په آسانه توګه د پاسپورت بهير بيا پيل کړي.

په تېر کې د پاسپورت په اخيستلو کې ډېرې ستونزې موجودې وې، خو تر اوسه د پاسپورت  اخيستلو ستونزې نه دي حل شوې او د هيوادوالو غوښته دا ده چې ياده ستونزه د تل لپاره حل شي او په آسانه توګه پاسپورت ترلاسه کړي.

ذبيح الله نوري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button