ګزارش

خلک : لمريزې برښنا مو لګښتونه کم کړي

په دې وروستيو کې د هيواد په بېلابېلو ولايتونو، ولسواليو او نورو کليوالي سيمو کې خلکو د لمريزې برښنا پراختيا ته مخه کړې او د ژوند ډېرې چارې د همدې برښنا په زور مخته وړي.هلمند؛ هغه ولايت دی، چې خلکو يې د بېلابېلو کارونو د ترسره کولو لپاره له لمريزې برښنا څخه ګټې اخيستل پيل کړي دي.د دغه ولايت ځمکه‌لرونکي او کروندګر وايي: د لمريزې برښنا پر مټ هم ځمکې خړوبوي او هم د غنمو د اوړه کېدو لپاره د کوچنيو ژرندو د چلېدو لپاره ترې کار اخلي، چې دا نوښت د تېلو د بيو د لوړېدو او د اوبو د کمښت په پايله کې رامنځته شوی دی.کروندګر محمد امان د مرکز لښکرګاه د کاريز په سيمه کې ژوند کوي.ده رسنيوته ويلي، چې له دې برښنا څخه د ګټې اخيستلو په پايله کې يې لګښتونه کم او ګټه يې ډېره شوې ده.(( سولري هندارې ډېرې ګټورې دي، تېل ګران دي،مخکې به مو د تېلو په وسيله ځمکې خړوبولې، اوس له سهاره تر ماښامه وړيا اوبه لرو.))په لښګرکاه کې د سولري هندارو پلورونکي سيد سيف الله اغا وايي: په دې وروستيوکې يې کاروبار ښه شوی او ډېرو خلکو د سولري هندارو پلور ته مخه کړې ده. (( خلک په سولري هندارو ژرندې چلوي او ۵۰ تختې دغه هندارې اخلي. هرسړي سولر هندارو ته زړه ښه کړی او ګټه وټه يې هم د هټېوالو او هم کروندګرو لپاره زياته ده.))په لښکرګاه کې داوړو ژرندې يو مسئول محمد رحيم وايي: د لمريزې برښنا په مرسته يې يوه ژرنده او يوه د غنمو د پاکولو دستګاه فعاله کړې او په ورځ کې  ۸۰۰منه غنم اوړه کوي.

د ده په خبره:  ډيزلي ژرندې يو من غنم په ۱۲- افغانۍ، خو موږ يې په اته افغانۍ اوړه کوو.
(( دا ډېرې ګټورې ژرندې دي، د تېلو مصارف نه لري، لومړی ځل لږ اندازه تېلو ته اړتيا وي، خو وروسته د سولر هندارې په مرسته کار کوي.))په ياده ژرنده کې په کار بوخت کاريګر سيد نظام الدين دغه ډول ژرندې زياتې ګټورې بولي او زياتوي ،چې د دغو ژرندو په ډېرېدو سره به خلکو ته کاري زمينه هم برابره شي.

 (( د مياشتې ۱۵ زره کالدارېراکوي او که داسې ژرندې زياتې شي، ډېر کسان به ورسره په کار شي او له ملي سوداګرو څخه هيله لرم چې په دغې برخه کې دي پانګونه وکړي.))محمد نعيم بيا يادې ژرندې ته غنم د اوړه کېدو په هدف راوړي او وايي: د يادې ژرندې د اوړو کيفيت لوړ او بيې هم کمې دي. (( اوس مو دلته غنم راوړي، ماشين يي کوي،له تېږو او خاورو او هر څه څخه يي پاکو اوړه يې بېخي سم دي.))د هلمند د برښنا رئيس حافظ مولوي هدايت الله محمد بيا وايي: که څه هم د دغه ولايت ځينې ولسوالۍ له برښنا څخه بې برخې دي، خو وايي ،چې اوسمهال په مرکز لښکرګاه کې برښنا ۲۴ساعته شوې ده.(( په هغه ولسواليو کې ،چې برښنا نه لري، د هغو لپاره سولري برښنا زياته ګټوره ده، خو په مرکز لښکرګاه کې اوس برښنا ۲۴ ساعته ده.)) بلخوا، د هلمند د کرنې رياست د ترويج مدير احمد شاه خان هم د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د سولري برښنا کارول زيات ګټور بولي او زياتوي ،چې په دې وروستيو کې ډېرې شاړې ځمکې د دغو اوبو په وسيله آبادې شوې دي. (( خلکو ته يې په يوه برخه کې زياته ګټه کړې او زيان يې دا دی ،چې تر ځمکي لاندې اوبو څخه ناسمه ګټه اخيستل کېږي.نه يوازې هلمند، بلکې په ډېرو ولايتونو کې سولر هندارو خلک له ډېرو آسانتياوو برخمن کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button