ګزارش

خلک د برېښنايي پېژندپاڼو د بيې پر لوړېدو نیوکه کوي

د برېښنايي پېژندپاڼو ځينې غوښتونکي د پېژندپاڼو د بیې پر لوړېدو نیوکه کوي. دوی وایي، د برېښنایي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو لپاره باید ۵۰۰ افغانۍ ورکړي چې دم‌ګړۍ دوی یې د ورکولو وس نه لري. د برېښنايي پېژندپاڼو غوښتونکي له حکومت څخه غواړي چې د دغو پېژندپاڼو لګښت کم کړي. له دې مخکې د برېښنايي پېژندپاڼو بیه ۳۰۰ افغانۍ وه.

بل پلو، د احصایې او معلوماتو ملي اداره د برېښنایي تذکرو د بیې د لوړېدو یو لامل د عملیاتي لګښتونو ډېرېدل ګڼي. د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د شمېرو له مخې، په ورځ کې له ۱۴ زرو تر ۱۵ زرو پورې بریښنایي تذکرې وېشل کېږي او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ۳٫۸ مېلیونه هېوادوالو ته تذکرې ورکړل شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button