د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني لغمان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت ځايي چارواکو ديني عالمانو او قومي مخورو سره په کتنه کې وويل: هغه چا چې په تېر شل کلن جهاد کې هم راسره ګډ مزل نه دی کړی، زموږ دي او نه بايد له پامه وغورځول شي.خليفه سراج الدين حقاني زياته کړه: د اميرالمؤمنين په ځانګړې لارښوونه او مشورې سره مجاهدينو ته د اصلاحي سيمينارونو جوړولو په موخه يوه کميټه رامنځته شوې، چې له مخې به يې کشرانو مجاهدينو ته لازمې اصلاحي لارښوونې کېږي.ده وويل: (( د اميرالمؤمنين د حکم اطاعت کې لوی فضيلت دی، زموږ د يووالي ريښې له اسلام سره تړلې دي، لکه څنګه چې پرون مو خپل دين او ايمان په اتفاق ساتلی و، نن به هم هماغه وحدت او اتفاق ملت ته رسوو او ملي يووالي به په رښتينې توګه څرګندوو. دا وطن او وګړي يې زموږ دي، موږ د دوی يو؛ هغه چا چې په تېر شل کلن جهاد کې هم راسره ګډ مزل نه دی کړی، زموږ دي او نه بايد له پامه وغورځول شي.))نوموړي وويل: زموږ د قربانيو ثمره اسلامي او افغاني نظام دی خپلو کشرانو مجاهدينو ته نصيحت کوو، چې د سختۍ پر ځای له نرمۍ څخه کار واخلي، له اشخاصو سره ښه چلند وکړي، له خپلسرو کړنو ډډه وکړي او په نظام کې له موجوده علماوو سره مشورې وکړي. ورته مهال د دې ولايت د جهادي مدرسې رئيس شېخ محمد سليم حقاني په خپلو خبرو کې وويل، چې دا نظام د الله تعالی په نصرت، د مجاهدينو په قربانيو او د ملت په ملاتړ رامنځته شوی او دا قربانۍ بايد هېرې نه شي او د شهيدانو ستر ارمانونه پالل غواړي.ورپسې د ياد لغمان والي زين العابدين د کورنيو چارو وزارت سرپرست ته د هرکلي ويلو تر څنګ مننه وکړه ،چې هغه ولايت ته يې سفر وکړ، د خلکو ستونزې او اصلاحي وړانديزونه يې واورېدل.نوموړي وويل، چې په تېرو دوو کلونو کې لغمان کې کومه بده پېښه نه ده شوې، مجاهدين چې د آزادۍ د جنګ اتلان و، له نېکه مرغه اوسمهال د وطن د امنيت اتلان دي او موږ د دغه نظام د پايښت په موخه په هر ډول حالاتو کې، هر وخت او هر ځای خدمت ته چمتو يوو.د يادونې وړ ده، چې خليفه سراج الدين حقاني وړمه ورځ په ننګرهار کې هم په يوه غونډه کې له ځايي مسئولينو ديني عالمانو او عامو خلکو سره کتلي وو.