
خليفه سراج الدين حقاني: نجونو ته به له شرايطو سره سم د زدهکړو زمينه برابره شي
د کورنيو چارو وزارت سرپرست ښاغلي خليفه سراج الدين حقاني هېواد ته د اسلامي همکاريو سازمان له راغلي هئيت سره وليدل. په دې ليدنه کې د اسلامي همکاريو سازمان غړو، هېواد کې د امنيت او ثبات ستاينه وکړه او په وينا يې اسلامي امارت توانيدلی، چې د دوو کلونو په اوږدو کې د سرتاسري امنيت پر ټينګښت سربېره بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ وکړي.د ياد سازمان غړو دغه راز زياته کړه، چې اسلامي امارت د غوره پولي سياست په اعمالولو سره د افغانۍ ثبات ساتلی، د خوارجو او جنايي پېښو مخنيوي او دغه راز له نشه يي توکو سره بريالۍ مبارزه کړې او دغه سازمان سره کړې ګڼې ژمنې يې عملي کړي دي.ياد پلاوي د مېرمنو د حقونو په برخه کې د اسلامي امارت د ځينو فرمانونو ستاينه وکړه او په وينا يې د يادو فرمانونه توانېدلی، چې د ميراث او بدو کې د ورکړې په برخه کې په مېرمنو د ظلم او زياتي مخنيوي وکړي.دغه پلاوي هيواد ته د راتګ موخه د اسلامي هيوادونو تر منځ د همکاريو دوام او د اسلامي امارت له چارواکو سره د ګډ احساس لرل ياد کړل.د ياد پلاوي غړو تعليم د نارينه او ښځينه وو ګډ حق ياد کړ او ويي ويل، چې د ديني تعليم ترڅنګ عصري زده کړې د ټولنې پرمختګ ته لار هواروي.ورته مهال خليفه سراج الدين حقاني ياد پلاوي ته د راتګ د هرکلي ترڅنګ د اسلامي همکاريو سازمان له ښه نيت څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې افغانستان د هرې ورځې په تېرېدو د پرمختګ لوري ته ګامونه اوچتوي.خليفه سراج الدين حقاني دغه راز زياته کړه، چې تعليم د مسلمانانو شريکه اړتيا ده او له راغلي پلاوي څخه يې وغوښتل، چې دې برخه کې له زغم او حوصلې کار واخلي، ځکه د نجونو تعليم زموږ د ټولنې اړتيا ده چې له شرايطو سره سم به دغه ستونزه هوارېږي.نوموړي همدارنګه وويل، چې اسلامي امارت چې په کومه بڼه نړۍ ته تشرېح شوي، هسې نه بلکې په خبره يې افغانان له خير او تعامل څخه ډک خلک دي.د يادې کتنې پای کې د کورنيو چارو وزارت سرپرست ډاډ ورکړ ،چې د هرې مشروع نيمګړتياوو د حل په موخه به خپلې هڅې جاري وساتي.