سیاست

خليفه سراج الدين حقاني : موږ  د چا تر احسان لاندې نه يو او له هېچا سره مو معامله نه‌ده کړې

د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقانې په خپله وروستۍ وينا کې ويلي، چې د افغانستان خپلواکي او ازادي د اسلامي امارت او د هيواد د خلکو د مبارزې په پايله کې ترلاسه شوې او په دې برخه کې له هېچا سره هېڅ ډول معامله نه‌ده شوې.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقانې په خپله وروستۍ وينا کې ويلي، چې د افغانستان خپلواکي او ازادي د اسلامي امارت او د هيواد د خلکو د مبارزې په پايله کې ترلاسه شوې او په دې برخه کې له هېچا سره هېڅ ډول معامله نه‌ده شوې.خليفه سراج الدين حقاني د پکتيکا ولايت په زيړوک ولسوالۍ کې د خپلو خبرو پر مهال ويلي: موږ د هېچا تر احسان لاندې نه يو، معامله مو نه‌ده کړې. که مو پام کړی وې د فتحې په ورځ په ډېرو ځايونو کې مجاهدين نه وو. موږ پر ځايي خلکو او د مدرسو پر طالبانو غږ وکړ، چې ولاړ شئ او له هغه ځايه ساتنه وکړئ. دغه راز نوموړي د ملي يووالي پر ځواکمنتيا او د هيواد د ابادۍ پر ټينګښت ټينګار وکړ.خلفيه سراج الدين حقاني ويلي: موږ له دښمنيو ستړي شوي يو، هېڅ ګټه مو ونه‌ليدله، پر ژوند پوه‌ نه‌شوو او له هر ډول پرمختګ، آبادۍ او ژوندانه لرې پاتې شوو.د کورنيو چارو وزارت سرپرست ويلي، د هيواد د پخوانيو واکمنانو د ظلمونو له کبله د افغانستان ديني او ملي ارزښتونه زيانمن شوي، چې رغېدل غواړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button