
خليفه سراج الدين حقاني راستنېدونکو کډوالو ته د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ
تورخم کې د راستنو شويو افغانانو د ليدو لپاره د کورنيو چارو سرپرست وزير خليفه سراج الدين حقاني د يو پلاوي په مشرۍ د راستنو شويو کډوالو پنډغالي ته رسېدلی دی.
تورخم کې د راستنو شويو افغانانو د ليدو لپاره د کورنيو چارو سرپرست وزير خليفه سراج الدين حقاني د يو پلاوي په مشرۍ د راستنو شويو کډوالو پنډغالي ته رسېدلی دی.په دې پلاوي کې د حج او اوقافو وزارت معين شيخ زر محمد، د وزارت لومړي مرستيال محمد نبي عمري، اداري معين شېخ نور جلال او د کورنيو چارو وزارت د دفتر رئيس مولوي زين الله ګډون لري.د تورخم راستنېدونکو کډوالو پنډغالي ته د کورنيو چارو سرپرست وزير خليفه سراج الدين حقاني د سفر پرمهال د هيواد بېلابېلو ملي سوداګرو راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د نږدې ۶۰ ميليونه افغانيو د ورکړې ژمنه وکړه.د تورخم راستنېدونکو کډوالو پنډغالي کې د مالي چارو د تنظيم کمېټې مشر عبدالقدير حاجي احمد يادو ملي سوداګرو ته خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ، چې کېدونکې مرسته به يې په شفاف ډول مستحقو خلکو ته وسپاري.په يوه بل خبر کې راغلي، چې د کورنيو چارو سرپرست وزير د تورخم راستنېدونکو کډوالو پنډغالي کې له راغلو ګډوالو سره له نږدې وليدل او دوی ته يې د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.نوموړي افغان کډوالو سره د پاکستاني حکومت روان چلند له انصافه لرې و باله او زياته يې کړه چې د دومره بد چلند له امله يې په پاکستان هم زړه خفه دی، چې دومره کمزوري اخلاق يې وکارول.
نوموړي په ياد پنډغالي کې د ټولو کمېټو له هلو – ځلو مننه وکړه او کډوالو ته يې ډاډ ورکړ، چې دلته به ورته اسلامي امارت ټولې اسانتياوې او چوپړتياوې برابرې کړي. دراستنو شويو کډوالو په استازيتوب هم يو شمېر کډوالو خبرې وکړې او له شته سهولتونو يې خوښي څرګنده کړه.