
خليفه سراج الدين حقاني: د هيواد له آزادۍ وروسته مو د آبادۍ هوډ پياوړی شوی
د افغانستان اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني پرون د کابل ولايت له مسئولينو سره وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني پرون د کابل ولايت له مسئولينو سره وکتل.کورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې غونډه کې د کابل ولايت مقام په انګړ کې جوړه شوې وه، چې په کې د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمد نبي عمري، د کابل والي شيخ محمد قاسم خالد، د دې ولايت امنيه قوماندان حمزه، د استخباراتو رئيس محمد عارف، د کابل ښار امنيتي حوزو مسئولينو، د ولايت اړوند رئيسانو او د دې ولايت اړوندو ولسوالانو ګډون کړی و.خليفه سراج الدين حقاني وويل: (( کابل، هيواد کې د روان وضعيت تعبير دی، د مرکزيت له امله د کابل د چارواکو مسئوليت ډېر دی، که د مجاهدينو مسېوليت ته وګورو نو ډېرې برياوې او کمې نيمګړتياوې لري.))حقاني د امنيتي بنسټونو ترمنځ همغږي مهمه وبلله او په وينا يې د ولس د اعتماد ترلاسه کېدو په موخه بايد کار وشي. نوموړي وويل: (( په تېر يرغل کې د خلکو فکرونه زيانمن شوي او په کار ده چې ژر تر ژره د هغوی وېره له منځه ولاړه شي. ))د نوموړي په وينا محاکمو خپل مسئوليت ادا کړی او هېڅوک نه شي کولاى د چا حق تر پښو لاندې کړي.هغه چارواکو ته په خپلو سپارښتنو کې وويل: (( د دې پر ځای چې خلک څه وايي، حقايقو ته د رسېدو لپاره څېړنو ته اړتيا ده، د نظام واکمنان عالمان، باخبره، له خدايه وېره لرونکي او خلکو پر وړاندې د خدمت دنده پېژني.))د ده په وينا موږ ټول فغانان نه شو کنټرولولای او نه هم ميليونونه انسانان متحد کولای شو، خو موږ کولای شو په معنويت او اخلاقو د هغوی تر منځ واحد فکر رامنځ ته کړو.د کابل والي شېخ محمد قاسم خالد خليفه سراج الدين حقاني او د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل ،چې د سنګرله بريا وروسته مجاهدين د اسلامي نظام ثبات او دفاع مسئوليت لري، ثبات او مرحله که څه هم په راحت کې ده، خو ستونزمنه او مسئوليت لرونکې ده.ورته مهال د کابل ولايت د استخباراتو رئيس حاجي محمد عارف له امنيتي منسوبينو و غوښتل ،چې د مشرانو حکمونه په ښه توګه عملي کړي.د نوموړي په وينا د ژوند له هرې شېبې بايد د ولس د هوساينې په موخه کار واخيستل شي او د خپلوۍ, قوم پرستۍ پرځای ګمارنو کې اهليت ته بايد لومړيتوب ورکړل شي.په ورته وخت کې د کابل ولايت تاميناتي مرستيال مولوي موسی جان ابراهيم وويل ،چې د ولاياتو په پرتله پلازمېنه کې د مجاهدينو مناسبتونه او اړتياوې ډېرې دي او په متفرقه لګښتونو کې بدلون رامنځ ته کېدل د امنيت لا ښه والي په برخه کې اغېزمن تماميدي شي.کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمد نبي عمري وويل: (( که د سمون پر ځای له بې احتياطۍ کار واخيستل شي، حاکم نظام به له ننګونو سره مخ شي. کفار او ځني هيوادونه د اسلامي امارت د نسکورولو دسيسې جوړوي.)) ده په وينا: که هر څوک خپل مسئوليت ته پام وکړي، نړۍ نه شي کولاى زموږ او د نورو اسلامي هيوادونو د راتلونکي په اړه تصميم ونيسي.
د يوبل خبر له مخې : د کورنيو چارو سرپرست وزير خليفه سراج الدين حقاني د سويل ختيځ زون ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو له دويمې پلې لوا څخه ليدنې پرمهال وويل ،چې اوس د افغانانو د وحدت وخت دی.همدارنګه د يادې کتنې پرمهال خليفه سراج الدين حقاني وويل، چې د افغانانو د وحدت وخت دی، مجاهدين بايد فاصلې ختمې کړي، د هيواد له آزادۍ وروسته د آبادۍ هوډ پياوړي شوی او موږ به د خدای (ج )او ولس په مرسته په دې هدف کې هم بري ته رسېږو.نوموړي همدا راز د ولس د ستونزو د حل کولو او هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.