
سیاست
خليفه سراج الدين حقاني:د نجونو د زده کړو لپاره مناسبه حللاره پيدا کوو
د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني وايي، هڅه کوو، چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو د پرانيستلو لپاره مناسبه حللاره پيدا کړو.نوموړي په هرات کې يوې غونډې ته ويلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانيستلو لپاره مناسبه حللاره وړاندې کړي.ده دغه راز له نړۍ سره پر تعامل ټينګار کړی او ويلي يې دي چې افغانستان بايد نور له دې انزوا څخه راووځي.خليفه سراج الدين حقاني په خپلو خبرو کې سوداګرو او صنعتکارانو ته د دوی د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې هم ډاډ ورکړی.نوموړي دغه راز ټينګار کړي چې ولس بايد لاسونه سره يو کړي او له هر ډول قومي، سياسي او ژبني تعصب څخه ځان وساتي.