مقالې او تبصرې

خبریال د خلکو د هیلو او غوښتنو ترجمان دی

د ۱۴۰۲ لمریزکال د کب یا حوت میاشتې ۲۷ مه نېټه د خبریال ملي ورځ ده. البته خبریالي یا ژورنالیزم په حقیقت کې یوه سپیڅلې دنده ده چې په هره ټولنه کې د خلکو د هیلو او غوښتنو ترجماني کوي، بناءً د نظر د خاوندانو په اند د رښتینې خبریالي په هکله له ځینو لاندې ټکو څخه هم یادونه کوو:

د ۱۴۰۲ لمریزکال د کب یا حوت میاشتې ۲۷ مه نېټه د خبریال ملي ورځ ده. البته خبریالي یا ژورنالیزم په حقیقت کې یوه سپیڅلې دنده ده چې په هره ټولنه کې د خلکو د هیلو او غوښتنو ترجماني کوي، بناءً د نظر د خاوندانو په اند د رښتینې خبریالي په هکله له ځینو لاندې ټکو څخه هم یادونه کوو:

« خبریالي یا ژورنالیزم داسې یوه سپیڅلې دنده ده چې که څوک یې په رښتیني مانا په اخلاص او سپیڅلتوب ترسره کړي، نو په هیڅ یوه ټولنه کې به د خلکو داسې ستونزې پاتې نه شي چې د حل لاره او د پای ټکی ونه مومي، په تیره بیا په اوس مهال ژورنالیزم کې خو به د هیڅ یوې کلیوالې او ښاري سیمې داسې څوک نه وي چې په یونه یو ډول دې د رسنیو(میډیا) یوې وسیلې ته لاسرسی ونه لري، هغه څوک چې تعلیم لري د ورځې په اوږدوکې د ورځنیو او د شپې له خوا د چاپیدونکو او انلاین ورځپاڼو له لاری کولای شي د نړۍ او خپلی سیمی له حالاتو ځان خبروساتي، خو هغه څوک چې لیک لوست نه شی کولای او یا هم له ښارونو څخه لری په کلیوالو او غرنیو سیمو کې ژوند کوي، د راډیو له لاری شیبه په شیبه د نړۍ او سیمی له حالاتو خبریږي او د رسنیو له دغو دوو وسیلو را وروسته بیا ټلویزیون دی چې که څه هم دا د رسنیو یا میډیا نوی وسیله نه ده او د ایجاد یې ډیر کلونه شوي دي، خو د ټلویزیون په برخه کې نویو پرمختګونو د خلکو په زړونو کې د میډیا له بلی هرې وسیلې زیات محبوبیت او ځای پیدا کړي، ددې لامل ښایی دا هم وي چې د ټلویزیون په ښیښه یا سکرین هرڅه په مخامخ توګه لیدل کېږي او په اوس وخت کې تر پخوا زیات د بیان آزادي ده او څوک نه شی کولای له خپل ولس او نړۍ څخه یوه خبره پټه وساتي ، البته په افغانستان کې هم د دولتی ټلویزیون ترڅنګ ځینو خلکو شخصي ټلویزیوني چینلونه پرانیستي چې د هغو په وسیله څلېرویشت ساعته خپرونې کوي او تازه تازه خبرونه ترې خپروي اوپه څنګ کې یې ورڅخه د اعلانونو او اشتهاراتو په وسیله خپلې ګټې هم تر لاسه کوي او له ټلویزیون څخه راوروسته بیا انټرنیت د رسنیو یا میډیا په دنیا کې یوه داسې پرمختللی او چټکه وسیله ده چې د نړۍ په هره برخه کې میشت خلک کولای شي په ډیره بیړنۍ توګه د نړۍ د هغې بلې څنډې د خلکو له ژوند او حالاتو خبر شي، په تیره بیا په انټرنیټ کې ځینو عمومي ویبپاڼو یا سایتونو خلک دومره سره نږدې کړي چې هر څوک کولای شي خپل نظریات او خپلی خبری د سترګو په رپ کې د نړۍ ترهغه بل کونجه ورسوي.

نو که څوک د ژورنالیزم رښتینو اصولو ته پام وکړي او ځان په بشپړه توګه تري خبر کړي، نو فکر نه کیږي چې یو با استعداده او انرژي لرونکي خبریال به د خپلی ټولنې پر پټو پاتې شویو حقایقو او ستونزو سترګې پټې کړي.

البته لکه څنګه چې ویل کېږي د هرې سیمې او هرې ټولنې د پرمختګ او پرشاتګ سبب خپله د هغې ټولنې خلک وي، خو د قلم څښتن لیکوال او ژورنالیست یا خبریال باید د خپلې ټولنې ناوړه دودونه او د انسانانو دردونو ته د یوه عادي شخص په څیر ونه ګوري، هغه باید ډیر حساس واوسي او د هر هغه څه په اړه چې د ده انساني وجدان او مذهبی اصول یې نه قبلوي باید فکر وکړي او د له منځه وړلو لارې یې ولټوي، نو دا شخص واقعاً بل څوک نه دی ،بلکې هغه همدغه ژورنالیست یا خبریال دی.

بناءً که خبریال صادق، ځیرک، حساس، زړه ور، چابک او هغې ژبه کې چې دې کار په کې کوي، حاکم ونه اوسي نو نه شي کولای د خپلې ټولنې له دردونواوستونزو څخه خلک خبر کړي یا د خپلې سیمې د تاریخ، ویاړونو او پرمختګونو په اړوند چاته وغږیږي او یا په خلکو کې د انساني توپیرپالنې د له منځه وړلو شعور او فکر را ژوندی کړي، په یوه مانا رښتینې خبریالي ډیره لوړه او سپیڅلې درجه لري، هغه داسې چې که یو خبریال په بې پرې او بیطرفه توګه خپلو انساني حقوقو ته په پام سره د داسې غیر انساني اعمالو، کړو وړو او ناوړه دودونو په اړه چې له امله یې د هغې ټولنې انسانان ځورول کېږي، ژوند یې له تباهی سره مخامخ کېږي، پر هرډول انساني حقوقو یې تیری کېږي، خپل ولس او نړۍ ته معلومات ورکړي، نو دا ډول خبریالي د قدر وړ ده او هیڅکله هم ورته په کمه سترګه نه شي کتل کیدای، خو ډیر خلک بیا پرته له دې چې د ټولنې د خدمت او پرمختګ فکر دې ولري، ژورنالیزم د ځان په ګټه کاروي او د څو پیسو د لاسته راوړلو په خاطر د ژورنالیزم سپیڅلی نوم بدناموي.

نو که څوک غواړي چې د خبریالۍ سپیڅلې دندې ته لاسرسی ولري او دغه دنده وټاکي نو هغه باید د زده کړو ترڅنګ داسې یو فکر، احساس او شعور ولري چې د عادي خلکو په پرتله هرڅه ته په ځانګړي او ژور نظر وګوري، ویې څیړي او په اړه یې نور خلک د یوه مثبت او سالم فکر له مخې خبر کړي. البته داسمه ده چې د ژورنالیزم اصول او تیوري به یو څوک په پوهنتون کې زده کړي او یا به یې په اړه کتابونه مطالعه کړي ،خو د ژورنالیزم یا خبریالي ترشا چې کوم ماغزه، کوم حساسیت او کومه ځیرکتیا په کار ده، هغه څوک د ژورنالیزم د تیوري یا اصولو په زده کولو سره نه شي ترلاسه کولای، ځکه خبریالي د ژوند د نورو هنرونو او کسبونو په څیر داسې یو کسب نه دی چې یو څوک دې په شاګردي سره زده کړي، خو د خبریالي له پاره د ځینو په باور یوازې پوهه شرط نه ده، بلکې حساس زړه او فکر او انساني درد ورسره مهم شرط دي…»

په دې هیله چې قدرمن خبریالان د خبریالۍ د رښتینو اصولو مطابق د اسلامي شریعت په رڼا کې ملي او هېوادنیو لوړو ګټوته په ژمنتیا خپلې چارې په بشپړې سپیڅلتیا او بیطرفۍ پرمخ یوسي، افغان پتمن ولس په لومړي قدم کې؛ دهېواد، سیمې او نړۍ له روانوحالاتو باخبره وساتي اوهم په ټولیزه توګه قدرمن هېوادوال تل ملي یووالې، ورورولي او اسلامي اخوت ته وهڅوي چې په پایله کې ګران هېواد دغیرتمنوافغانانو په ګډو هڅو او زیارسره د ترقۍ او پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسېږي.

شاه محمود دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button