
حیات الله مهاجر فراهي: د هيواد تاريخي آبدې او لرغونې سيمې د افغانستان ملي شتمني ده
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستيال حیات الله مهاجر فراهي غزني ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له يو شمېر تاريخي آبدو او لرغونو سيمو څخه ليدنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستيال مهاجر فراهي په غزني کې د حکيم سنائي او بهلول دانا له مقبرو د غزنويانو له تاريخي منارونو، بالاحصار او نظامي موزيم څخه ليدنه وکړه، د تاريخي آبدو او لرغونو سيمو په ښې ساتنې او پالنې يې ټينګار وکړ.
فراهي د هيواد تاريخي آبدې او لرغونې سيمې معنوي ارزښت، تاريخي هويت او د افغانستان ملي شتمني وبللې او ساتنه يې د ټول ملت دنده وبلله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستيال مولوي مهاجر فراهي غزني ته د خپل سفر په لړ کې، ګرځندوي د نړۍ په کچه د عوايدو له ښو سرچينو څخه ياد کړ او زياته يې کړه چې اړتيا ده تر څو د هيواد له تاريخي او سيلاني سيمو څخه مؤثره ګټه واخيستل شي.