اقتصاد

حکومت له کورنيو سرچينو د برښنا د توليد لپاره پنځه کلن پلان لري

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وياند څرګنده کړې؛ په هېواد کې د برښنايي ستونزو د حل لپاره د برښنا توليد پروژې مو کاري لومړيتوبونه دي.د دغه وزارت وياند قاري مطيع الله ويلي؛  د سروبي دوه‌يم برښنا بند او “باغ دره” نومي بند جوړول هم د دغه وزارت په پنځه کلن پلان کې د پاملرنې وړ دي.د دغه وزارت وياند قاري مطيع الله وايي، د سروبي د دوه‌يم بند د سروې او نقشې چارې بشپړې شوې دي.قاري مطيع الله څرګندوي؛ د سروبي د دوهيم بند ټول لګښت ۳۰۰ ميليون دالره اټکل شوي دي. د برښنا د توليد وړتيا ۱۸۰ ميګاواته ده. مونږ له کورنيو سرچينو څخه د انرژۍ د توليد لپاره پنځه کلن پلان لرو، چې په کې د باغ دره د اوبو بند، د سروبي دوه‌يم بند او د نغلو لمريزې برښنا پروژې لومړيتوب لري.د خصوصي سکتور غړي هم وايي، چې د انرژۍ له توليد پرته په هېواد کې اقتصادي وده ناشونې ده او د اوبو او برښنا وزارت بايد په هېواد کې د برښنا د توليد د پراختيا لپاره هڅې ګړندۍ کړي.د سوداګرۍ او صنايعو خونې غړي خانجان الکوزي وايي: انرژي او برښنا د صنعت، توليد، سوداګرۍ، کرنې مهمه ستنه ده او اوس هم زموږ په عادي ژوند کې له انرژۍ پرته د هېواد آبادي رامنځته کېدي نه‌شي.د دې ترڅنګ د اقتصادي چارو کارپوهان هم په دې باور دي، چې په هېواد کې د برښنا د توليدي بندونو له جوړېدو سره به افغانستان د انرژۍ په توليد کې پر ځان بسيا او له ګاونډ هېوادونو د برښنا د پېرلو له اړتيا خلاص شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button