
حکومت د ټولو معابدو پر دفاع او خوندیتوب مکلف دی !
څښتن تعالی دې نوی ۱۴۴۵ هجري قمري کال تر پايه بختور ولري،خو له بده مرغه دا خپله انساني ناروا کړنې دي چې د دې کال ړومبۍ لس ورځې يې په زیاترو اسلامي هېوادونو او مسلمان مېشتو ښارونو کې مرګونې او خطرناکې ګرځولې دي.
څښتن تعالی دې نوی ۱۴۴۵ هجري قمري کال تر پايه بختور ولري،خو له بده مرغه دا خپله انساني ناروا کړنې دي چې د دې کال ړومبۍ لس ورځې يې په زیاترو اسلامي هېوادونو او مسلمان مېشتو ښارونو کې مرګونې او خطرناکې ګرځولې دي. دا چې د نورو ډېرو اسلامي هېوادونو په څېر د افغانستان په يو شمېر ښارونو کې هم شیعه هېوادوال استوګن او بیا په همدې ورځو کې پر خپلو تیکه خانو کې راغونډېږي او ځانګړي مراسم نمانځي،چې دا بیا زیاتره د ځينو افراطي ډلو د خونړيو بريدونو هدف هم ګرځي او ډېرو بېګناه انسانانو ته په کې مرګ ژوله رسېږي.بناءً د قرآن مجید له سپېځلو لارښوونو سره سم که د دغه شان ورانۍ او فساد مخه ونه نیول شي، حتمي ده چې بیا د هېڅ یوه مذهب عبادت ځای هم خوندي نه وي، نه به کلیسا په امن وي، نه مندر، نه تکیه خانه او نه هغه جوماتونه چې د پاک خدای نوم په کې یادېږي، ښکاره ده چې زموږ هېواد هم له تېرو څو لسیزو راهیسې د پرديو د ظالمانو یرغلونو او مداخلو په نتیجه کې له خورا ډېرو ګډوډيو،بې نظمیو، اختلافاتو او لانجو ډک شوی او د ګاونډيو په شمول نورو مغرضو خواو هم د خپلو شیطاني موخو لپاره ځان ته جلا جلا ډلې روزلې او لايې هم له پالنې لاس نه دی اخیستی، ځکه خو ځینې موجودې کړۍ د مذهبونو او قومونو ترمنځ د بدګومانۍ او دښمنۍ ایجادولو په خاطر له خپلې وسې سره سم فساد او تخریب ته لاس اچوي.
پر دې اساس لازمه ده،چې حکومت او عوام په شریکه د دغه شان تخریبکارو عناصرو مخه ونیسي او هېچا ته دا موقع ورنه کړي،چې دلته یو ځل بیا اوبه خړې او ځان ته کبان په کې ونیسي، البته په دې لړ کې طبعا ً دحکومت ذمه واري ډېره زیاته ده تر دې چې په یو اسلامي نظام کې مسلمان امیر او خلیفه شرعاً مکلف دی،چې د خپلې واکمنۍ په سیمه کې د هر مذهب والا وګړو او هغوی د معابدو امنیت خوندي وساتي. هلته باید په امنیتي،عدلي او نورو حقونو کې معاهد، مستأمن او ذمي د نورو مسلمانانو وګړو په شان حیثیت ولري او له هر ډول ظلم او زیاتې وژغورل شي، خو په دې ترڅ کې دا یادښت هم ډېر ضروري دی،چې هېڅ یوه فرقه له خپلو عبادتخانو بهر او له خبلو مذهبي لارښوونو پرته هسې د خپل زور او ځواک ښودلو لپاره د خپلسرو جلسو، مظاهرو،لاريون کولو او بېځايه نارو سورو حق نه لري، ځکه دا ډول چارې هېڅکله کوم مذهبي او عبودي حیثیت نه لري، بلکې عموماً اړوند جهتونه یې يوازې پر خپلو حکومتونو د فشار لپاره کاروي،له همدې امله پر دغسې فعالیتونو بندیز لګول په هېواد کې د ټولو خواو په ګټه دي، نو د همدغو وجوهاتو پربنا اوس د ټولو مسئولیت دی،چې د خپل ځان او نورو هېوادوالو خیر وغواړي، له احتیاطه کار واخلي او له حکومت سره د هر ډول تخریبي عمل په مخنیوي کې بشپړه مرسته وکړي.