
حکومت د ملي شتمنيو خوندي ساتلو ته ژمن دي
افغانستان د آسيا دلويې وچې په زړه کې دتاج حيثيت لري او يو ښکلی غرني هيواد دی، چې دطبيعي زېرمو له پلوه ډېر شتمن دی. پراخ طبيعي ذخاير او دقېمتي کاڼو معدنونه لري، خو له بده مرغه چې زموږ دهيواد حساس ستراتېژيک موقعيت ددې باعث شوی چې دزمانې دجابرانو او مستکبرينو دسترګو خار ګرځېدلی او افغانان دې ته نه دي پرېښودل شوي چې له خپلو دغو خدای ج ورکړو طبيعي منابعو او ذخايرو څخه دهيواد په پرمختګ او دافغان ملت د ژوند په هوساينه او بسياينه کې ګټه واخلي.
افغانستان د آسيا دلويې وچې په زړه کې دتاج حيثيت لري او يو ښکلی غرني هيواد دی، چې دطبيعي زېرمو له پلوه ډېر شتمن دی. پراخ طبيعي ذخاير او دقېمتي کاڼو معدنونه لري، خو له بده مرغه چې زموږ دهيواد حساس ستراتېژيک موقعيت ددې باعث شوی چې دزمانې دجابرانو او مستکبرينو دسترګو خار ګرځېدلی او افغانان دې ته نه دي پرېښودل شوي چې له خپلو دغو خدای ج ورکړو طبيعي منابعو او ذخايرو څخه دهيواد په پرمختګ او دافغان ملت د ژوند په هوساينه او بسياينه کې ګټه واخلي. زياتره ذخاير مو دبهرنيو يرغلګرو له خوا لوټ او غلا شوي او يا هم په کور دننه دبهرنيو استعمارچيانو د اجنټانو او ګوډاګيانو په لاسونو تالاتر غې شوي دي، چې دتېر فاسد نظام چارواکو هم دلوټ او تالان په دغو معاملو کې مهمه ونډه درلوده.
هغوی چې هر چا وپېژندل او خپلې منحوسې څېرې يې نړيوالو ته هم څرګندې کړې بايد دملي خاينانو په حيث وپېژندل شي. چا چې زموږ ګران او محبوب هيواد دنيابتي او استخباراتي جنګونو پر ډګر واړاوه. اوس چې په هيواد کې مو اسلامي نظام حاکم دی او دهيواد پر ټوله جغرافيه کنټرول لري او زموږ دفاعي او امنيتي ځواکونه هم ددې وړتيا لري چې د هر ډول جنايي جرمونو او له هيواد څخه دقېمتي کاڼو دقاچاقبرانو دقاچاق او بهر ته دلېږدولو مخنيوي وکړي، چې له تورخم څخه دقېمتي ډبرو دلېږ دمخنيوی يې ديادونې وړ دی. اسلامي نظام چې اقامه يې دافغان مؤمن او مجاهد ملت ارمان و او دهمدې هدف لپاره دا څلور لسيزې په يو نابرابره جنګ کې ښکېل او مبارزه يې وکړه او دغه هدف يې بالاخره ترلاسه او دافغانانو بشپړ ملاتړ يې هم ترلاسه کړ. نو دا يو څرګند واقعيت دی چې دافغانستان داسلامي امارت چارواکي پر ملت حاکمان نه، بلکې دملت خادمان دي. هيله من يو، چې دافغانانو داميد غوټۍ ګل شي او له همدوی څخه دا طمع کېدلی شي او بس.