سرلیکنې

حکومت دې راستنېدونکو کډوالو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي!

د پاکستاني رسنیو له راپورونو داسې معلومېږي چې کېدای شي یو ځل بیا هیواد ته د راستنېدونکو کډوالو بهیر را ګړندی شي. په دې ترڅ کې د پاکستاني چارواکو ترڅنګ خپله د افغانانو د بېلابېلو کمېسيونونو او ټولنو د استازو له څرګندونو هم معلومېږي ،چی زیاتره کډوال خپله هم لېوال دی څو په مناسبو شرایطو کې له موقع استفاده وکړي او خپل هېواد ته راستانه شي. همدارنګه زموږ عام هېوادوال هم په دې باور دي چې که کډوال د راستنېدو تابیا ونیسي، نو دا به د هغوی لویه نېکمرغي وي، ځکه دا مهال که څه هم هوا مخ په ګرمېدو ده؛ خو د ژمي له ساړه موسم څخه غوره ده او هره کورنۍ کولی شي ، له همدې مناسب فرصته په استفادې ترڅه حده د خپلې سرپناه غم وخوري.په داسې حال کې چی د تېر ژمی په سرکې خپله راستنېدونکو او ټولو هېوادوالو هغه بدې ورځې ولیدلې چې په سخته یخنۍ کې له پاکستانه په جبري توګه راشړل شويو خلکو وګاللې. البته هغه مهال نه موسم مناسب و، نه خپله کډوالو څه اراده او ترتیب درلود او نه د حکومت له خوا له مخکي کوم چمتووالی نیول شوی و، خو بیاهم دا د چارواکو اخلاص او د یو شمېر خواخوږو هېوادوالو مېړانه وه چې د لکونو کډوالو ښه درناوی، خدمت او تر خپله وسه پالنه وشوه. په دې اساس ویلی شو چې دا ځل خو باید د راستنېدونکو لپاره انتهایي مناسب پلان او له هره پلوه پوره کره چمتووالی ونیول شي. که څه هم دا ښکاره ده چي زیات شمېر کډوال خپله هم دومره وسایل او توان لري چې له دولتی خوراک، پوښاک او سرپناه به مستغني وي، خو یو شمېر به خامخا داسې هم وي چې له هره اړخه به جدي پالنې ته اړتیا ولري، ځکه خو په کار ده چې د هغوی د پالنې لپاره ټولو کورنیو او بهرنیو مرستندویو ټولنو سره همغږي وشي څو یادو مجبورو کورنیو سره د ورپېښو ستونزو په هواري کې بشپړه مرسته وشي. د یادونې وړ ده چې د یادو کډوالو خدمت او پالنه د اسلامې امارت لپاره یو داسې ازمیښت هم دی چې که ښه په کې وځلېږي هم به نړیوال اعتبار ترلاسه کړي او هم به یې خپلو افغانانو کې د هیلو غوټۍ وغوړېږی.دغه راز د کډوالو په راستنېدو سره به ټول افغان ملت د پردیو له احسان او مننې هم خلاص او د بې ځایه فشارونو روانه لړۍ به هم پای ته ورسېږی. خدای دې وکړي چې ټول افغانان پر خپل نغري راغونډ او د خپل هېواد د پرمختګ او بسیاینې لپاره په ګډه ملا وتړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button