اقتصاد

حيرتان بندر کې پر نړيوالو معيارونو برابر سوداګريز مرکز جوړېږي

د پانګونې بين‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډې ته چې لاوړمه ورځ په مرمرينه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د خصوصي سکټور له لوري د حيرتان بندر اړوند نايب آباد سټېشن کې پر نړيوالو معيارونو د برابر سوداګريز مرکز، جلال آباد ښار کې د سوداګريز مارکېټ جوړولو او يوشمېر نورو برخو کې د پانګونې طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

د پانګونې بين‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډې ته چې لاوړمه ورځ په مرمرينه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د خصوصي سکټور له لوري د حيرتان بندر اړوند نايب آباد سټېشن کې پر نړيوالو معيارونو د برابر سوداګريز مرکز، جلال آباد ښار کې د سوداګريز مارکېټ جوړولو او يوشمېر نورو برخو کې د پانګونې طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې. په دې غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري د حيرتان بندر د نايب اباد سټېشن د پراختيا او هلته د لوجستيکي مرکز د جوړولو پر موضوع تفصيلي بحث وشو. همداراز په ياده غونډه کې له هراړخيز بحث وروسته د جلال آباد ښار وچ ډنډ ساحه کې د ښاروالۍ پر ځمکه د شپږ پوړيز سوداګريز مارکېټ د جوړولو طرحه تائيد او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسيون ته واستول شوه. د دغې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د ۲۶۹ ميليونو افغانيو په پانګونې سره اووه پوړيز سوداګريز مارکېټ جوړوي، چې ټولټال پکې ۵۰۶ دوکانونه په پام کې نيول شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button