سیاست او دولت

حوثيان: امريکا به پر ولسي وګړو د شويو بريدونو درنه بيه پرې کړي

هيواد : د يمني حوثيانو مشر ((عبدالمالک الحوثي)) په خپلو تازه څرګندونو کې امريکا او برېتانيا ته خبرداری ورکړی، چې د يمن پر ولسي وګړو د شويو بريدونو درنه بيه به پرې کړي.نوموړي زياته کړې:موږ په الله تعالی کلک باور او ايمان لرو، چې يوه ورځ به د امريکا او برېتانيا په ګډون د نړۍ هر زورور ځواک په ګونډو کړي.په ورته مهال د حوثيانو د پوځي ځواک ((انصارالله)) وياند ((جنرال يحيی سريع)) الميادين تلوېزيوني شبکې سره په خبرو کې ويلي، چې امريکا_برېتانيا تېره شپه د صهيونيستي رژيم د ملاتړ په موخه د يمن د پلازمينې صنعا په ګډون په حديده او تعز ښارونه 73 هوايي بريدونه کړي، چې په پايله کې يې د يمن د وسلوالو ځواکونو ۵ تنه شهيدان شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.يحيي سريع خبرداري ورکړي، چې اشغالګر دښمن د دې ښکاره جنايت بشپړ مسؤليت په غاړه لري او بې ځوابه به پاتې نشي، زمونږ وسلوال ځواکونه به د يمن د ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ د دفاع لپاره به په وچه او بحر کې د دښمنانو اهداف په نښه کړي.دغه وحشيانه تېري به مونږ د فلسطيني ولس د ملاتړ له دريځ څخه وا نه ړوي. او صهيونيستي بندرونو ته تلونکې ټولې بيړۍ او الوتکې به په نښه کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button