ټولنه او کلتور

حماد: د نويو رسنيو جواز اخيستو ته لېوالتيا زياته شوې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه ويلي، چې د نويو رسنيو د رامنځته کولو لپاره د جوازونو اخيستو ته د خلکو لېوالتيا زياته شوې. د دې وزارت پر رسنيو د څار مسئول عبدالحق حماد وايي: که څه هم اوس د نويو جوازونو د وېش لړۍ د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا د رسنيو د نوي قانون تر تصويب او توشېح پورې ځنډلې ده، خو بيا هم ډېر خلک د جوازونو غوښتنه کوي.حماد وايي: د دغې لړۍ له ځنډېدو وړاندې هم لسګونه د نويو رسنيو او رسنيزو بنسټونو جوازونه وېشل شوي دي:  (( د اوس لپاره موږ په افغانستان کې نږدې ۳۰۰ تصويري، صوتي او چاپي رسنۍ فعالې لرو، د اسلامي امارت له راتګ وروسته نږدې ۵۰ رسنيو او نهادونو جوازونه اخيستي دي، ۹۶ يوټيوب چينلونو نوي جوازونه اخيستي او ۱۳۱ رسنيو بيا خپل جوازونه تمديد کړي دي.)) د رسنيو او خبريالانو له حقونو د دفاع بنسټونه د نويو رسنيو هرکلی کوي او له حکومته غوښتنه کوي چې تړل شويو رسنيو ته هم جدي پاملرنه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button