
ټولنه او کلتور
حقاني: علماوو ته د تحصیلي اسنادو ورکړه د یوې سترې ملي پروسې په توګه پیلوو
د ازموينو د ملي ادارې عمومي رييس شېخ عبدالباقي حقاني وايي، چې دیني عالمانو ته د تحصیلي اسنادو د ورکړې لړۍ به د یوې سترې ملي پروسې په توګه پیل کړي.
د ازموينو د ملي ادارې عمومي رييس شېخ عبدالباقي حقاني وايي، چې دیني عالمانو ته د تحصیلي اسنادو د ورکړې لړۍ به د یوې سترې ملي پروسې په توګه پیل کړي.
نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې اړه يې د لوړو زده کړو وزارت د ديني جامعاتو او تخصصاتو رييس مولوي اسدالله فريد او مسوولينو سره د دغې دورې د اسنادو ارزونې ازموينې ته د چمتووالي پر تخنيکي پروسو او مهمو فعاليتونو بحث وکړ.
حقاني زیاتوي:« ياده ازموينه به د يوې سترې ملي پروسې په توګه په ټول هېواد کې په منظم ډول واخيستل شي.»