سرلیکنې

حساب ورکول پر حکومت د ملت باور زياتوي!

د الله تعالی پر ځمکه د هغه پر بنده ګانو حاکميت، د هغوی د چارو سمبالښت او د هغوی اقتصادي، تعليمي، روغتيايي او ورته نورو ستونزو ته حللارې پيدا کول که څه هم ستره مرتبه او د انسانيت خدمت ګڼل کېږي، خو له بل لوري دغه حاکميت او د چارو سمبالښت مسئوليت هم  بلل شوی او په سمه توګه سرته رسول يې له اهليت او امانت پرته ناشونی کار دی.

د حکومت په هر بست کې کار کوونکی بايد د همدغو دوو صفتونو درلودونکی وي او د ټاکلو پرمهال يې هم باید همدغه دواړه صفتونه په پام کې ونيول شي. اهليت په دې مانا چې مسئول بايد په ټوله معنا د ورسپارل شوې دندې پر سرته رسولو ځواکمن وي او د خپلې دندې په ټولو برخو کې پوهه ولري او امانت دا مانا چې مسئول بايد د ملت له حقونو او شتمنيو سره خيانت ونه کړي او له فساد، درغلۍ او بل هر ډول جرم څخه ځان وساتي.

هغه ملتونه په ډېر لږ وخت کې د پرمختګ، خوشحالۍ او ښه ژوند لوړو پوړونو ته رسېږي، چې د چارو واګي يې د پر کار پوهو او امانتدارو چارواکو په لاس کې وي. يوازې پر کار پوهه يا يوازې امانتداري بسنه نه کوي، بلکې د دواړو صفتونو شتون ضروري دی. له تېرو څه کم دوو کلونو راهيسې اسلامي امارت د افغان ملت د چارو واګي په لاس کې اخيستي او په ډېرو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري، که څه هم ځينې نيمګړتياوې هم شته، خو اميد دی، چې د وخت په تېرېدلو سره دغه نيمګړتياوې هم ختمې شي او افغانستان د نړۍ او سيمې له هيوادونو سره په سياسي، اقتصادي او تعليمي برخو کې سيال شي.

د تېر کال په څېر سږ کال يو ځل بيا د اسلامي امارت وزارتونو، رياستونو او نورو ارګانونو په منظم ډول ملت ته د حساب ورکولو بهير پيل کړی او وړمه ورځ يې د پيل په غونډه کې د رياست الوزراء د عالي مقام د دفتر رييس په خپله پرانيستونکې وينا کې له ټولو دولتي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې د رسنيو له لارې ملت سره د خپلو فعاليتونو په هکله په واقعيتونو ولاړ معلومات شريک کړي. د حساب ورکولو د دغه بهير يوه مثبته ځانګړتيا دا ده، چې د وزارتونو او نورو حکومتي ادارو مسئولين د رسنيو له لارې يوازې خپلې مثبتې کړنې او برياليتوبونه له ملت سره نه شريکوي، بلکې هغه موارد هم شريکوي، چې د دوی وزارت يا اداره يې په ترسره کولو کې پاتې راغلې او يا يې په ترسره کولو کې له ستونزو سره مخ ده. د حکومت له لوري ملت ته د حساب ورکولو پروسه له فساد سره د مبارزې، شفافيت او په دولتي ادارو کې د ستونزو او نګړتياوو د تشخيص په برخو کې ډېر مثبت رول لري.

ملت ته حساب ورکول د ښې حکومتولۍ اصل دی. اسلامي امارت بايد په دې برخه کې لا ډېر کار وکړي. په کلني ډول د حساب ورکولو له پروسې سره سره د حکومتي چارواکو د شتمنيو تثبيت او څار ته هم باید ځانګړې پاملرنه وشي. په دغسې مثبتو کړنو سره نه يوازې د اداري فساد مخه نيول کېدای شي، بلکې پر حکومت د خلکو باور او اعتماد نور هم زياتوي او د ملت او حکومت ترمنځ پيوندونه رامنځته کېږي.

د اسلامي امارت دغه اقدام څرګندوي، چې حکومت يې په ټوله معنا مسئوليت منونکی دی، بيت المال شخصي ملکيت نه، بلکې د ملت شتمني ګڼي، بيت المال ته راغلي عوايد او بيا يې لګښت او د لګښت ځايونه له ملت سره شريکوي او بل دا چې اسلامي امارت د ملت روا غوښتنې او مشورې اوري، هغوی ته د پوښتنې او انتقاد حق ورکوي او په دې هکله رسنيو کې ځينې خپرېدونکې منفي تبصرې او خبرونه واقعيت نه لري، بلکې يوازې تبليغات او پروپاګند دی.

لنډه داچې د اسلامي امارت له لوري ملت ته د حساب ورکولو بهير ډېر مثبت ګام دی او ان شاءالله تعالی ډېره ښه اغېزه به ولري، دا او دې ته ورته نور داسې کارونه چې ملت او حکومت سره نږدې کوي او پر حکومت د ملت باور زياتوي، بايد ډېر شي او د ډېروالي تر څنګ يې بايد د دقت برخې ته هم لا ډېره پاملرنه وشي، تر څو مو پرمختګ چټک شي او د تلپاتې هوساينې څښتنان شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button