سرلیکنې

حدود او قصاص؛ د جرمونو د مخنیوي غوره لارې؟!

اسلامي شريعت د انسانانو د فردي او اجتماعي ژوند د ښيګڼې لپاره د عقل له معياره پورته احکام او قوانين لري، چې تطبيق يې نه يوازې د انسانانو دنیوي ژوند کې د سوکالۍ، امنيت او پرمختګ لامل کېږي، بلکې له مرګه د وروسته ژوند ګټې يې هم تضمينوي.

اسلامي شريعت د انسانانو د فردي او اجتماعي ژوند د ښيګڼې لپاره د عقل له معياره پورته احکام او قوانين لري، چې تطبيق يې نه يوازې د انسانانو دنیوي ژوند کې د سوکالۍ، امنيت او پرمختګ لامل کېږي، بلکې له مرګه د وروسته ژوند ګټې يې هم تضمينوي.

د دغو احکامو له ډلې د اسلام جزایي قوانين هم دي، چې موږ يې د قصاص، حدودو او تعزير په نومونو پېژنو، د دغو قوانينو په تطبيق سره ټولنيز عدالت او امنيت رامنځته کېږي او دغه راز د جرمونو په مخنيوي کې هم خورا مؤثر کردار ترسره کوي.

 د حدودو او قصاص د تطبيق يو مهم هدف او حکمت دا دی، چې د انسان اساسي حقوق: دين ، نفس ، عقل ، نسل، عزت او مال خوندي وساتل شي.

مثلاً: د دين د ساتنې لپاره د ارتداد حد، د نفس ساتنې لپاره قصاص، د عقل ساتنې لپاره د شرابو څښلو حد، د نسل او ابرو ساتنې لپاره د زنا او قذف حدود او د مال ساتنې لپاره د غلا حد ټاکل شوی دی.

بل هدف او حکمت دا دی، چې د قصاص او حدودو په تطبيق سره ټولنه د جرايمو د سخت او وژونکي طوفان له بربادۍ ساتل کېږي. په ټولنه کې د هغو کسانو مثال چې ټولنيز جرمونه ترسره کوي، د جراثیمو په څېر دی، که په يو اندام کې سرطاني بڼه خپله کړي، بيا د بدن نورې برخې هم اغېزمنوي او روغتيا پالان يې د نور بدن د ژغورلو په موخه پرې کوي.

د قصاص الهي حکم د تطبيق بل هدف دا دی چې له انساني نوعې څخه د يو بل وژنې ستره ستونزه له منځه يووړل شي او  د خپلمنځي جګړو او دښمنۍ مخه ونيول شي، چې په پايله کې يې سرتاسري امن او ثبات راځي. ځکه چې که د قصاص حکم تطبيق شي ، نو قاتل د بل په قتل کې د ځان قتل بولي او په دې سره د ټولو ژوند خوندي کېږي. دغه حکمت الله تعالی په قرآن مجيد کې هم ياد کړی دی:

ژباړه: او تاسې لره په قصاص کې ژوند دی، ای  د عقلونو څښتنانو.

د مجرم اصلاح هم د شرعي جزایي قوانينو د تطبيق حکمت او ګټه ده، په داسې ډول چې نوموړی د زجر او سزا په ليدو سره د آينده لپاره له جرمونو څخه را ګرځول کېږي.

 د عدل او انصاف رامنځته کېدل هم د دغو شرعي احکامو د تطبيق ثمره ده، داسې که يو چا له بل څخه په لوی لاس او له کوم شرعي موجبه پرته ژوند اخيستی وي، له ده څخه هم ژوند اخيستل کېږي، تر څو عدالت تامين شي.

مسلمانان بايد‌ د‌ شرعي حدودو تطبيق ته د اسلامي ښوونو له لیدلوري وګوري، په دې برخه کې د لوېدیځو رسنيو او سازمانونو له منفي تبلیغاتو اغېزمن نشي، که موږ ټول شرعي احکام‌ په سالمه توګه پلي کړو، په يقين سره ويلی شم، چې د يوې نېکمرغه، باثباته او سوکاله ټولنې خاوندان به شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button