
حج یا عمره کې له ګران او محبوب خالق ((ج)) سره مناجات!
ګرانو حاجيانو! متعال رب عزوجل مو مبرور شوی حج نصیب کړه. آمين
دا چې تاسو د خپل مهربان رب (ج) مېلمانه یاست؛ نو یو شی درته ښایم هیله ده خوښ مو شي. هغه دا چې د افغاني عالم، د نړۍ په کچه منل شوي شخصیت ملا علي قاري رحمه الله مړينه ۱۰۱۴ ه. ق) د مناجات کولو کتاب دی په دې سفر کې ستاسو ملګری وي او هلته په مقدسو ځایونو کې دا کتاب ختم کړئ.
دا داسې کتاب دی، چي کابو د رسول الله (ص) ټول مناجات په کې شته، هغه چې له خپل رب (ج) سره یې کړي دي.
خپله لیکوال وايي: دا کتاب مې د رسول الله (ص) د مناجات مجموعه جوړه کړې ده.
باید په مسنونو دعاوو سره دعا وشي. ځکه رسول الله (ص) هېڅ خیر نه دی پرې ایښی، چي د خپل رب (ج) نه یې غوښتې نه وي او همدارنګه هېڅ شر یې پرې ایښی نه دی، چې د خپل رب (ج) نه یې له هغه څخه پناه نه وي غوښتې؛ نو باید هره اوونۍ کې ختم شي. که هره اوونۍ نه وي، په مياشت کې یو ځل او که نه په ټول عمر کې يو ځل ختم شي، هم غوره ده.
ولې په ټول عمر خو به مو یو وار د رسول الله (ص) مسنون ذکرونه ویلي وي، دا هم لویه ګټه ده او دا باید هلته د قبلیدو پر پاکو ځایونو ختم کړای شي، په ځانګړي ډول عرفات باندې.
که مو کتاب په کتاب پلورنځيو کې ونه موند،
پیدا کېدل یې آسانه دي. ستاسو په ټيلیفون کي یې له پلې سټور (Play Store) څخه ډانلوډ کړئ. په پلې سټور کې (الحزب الاعظم) وليکئ، د وقايې کوم عکس چې دلته درته نشر شوی، هغه به را ډانلوډ کړئ.
علماء ورورڼه او خويندې خو یې په ذوق او خوند ډېر پوهېږي. که عوام وروڼه او خويندې (الحزب الاعظم) کتاب غواړي، نو په کتاب پلورنځيو کې د پښتو ژباړې والا د (خدای ته ژړا) په نوم هم پيدا کېږي.
له پلې سټوره (الحزب الاعظم) کتاب د را ډانلوډولو لېنک دا دی:
دا چې کلېک کړئ، نو (الحزب الاعظم) به ستاسو په موبايل کې انسټال شي. https://play.google.com/store/apps/details?id=com.mohammad.hazem.smart_software.al_hezb_al_aazam
هیله ده دا ګناهګار هم په خپلو دعاوو کي یاد کړئ.
م – رحمت الحق فُضیل