سیاست او دولت

جرمني سعودي عربستان ته د وسلو صادرات له سره پیلوي

جرمني سعودي عربستان ته له هوا څخه هوا ته ويشتونکي ايریس – ټي ډوله ۱۵۰ توغندي صادر کړي دي. د جرمني حکومت د ۲۰۱۸م کال په نومبر کې د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان د اشتراک او همدارنګه د خبریال جمال خاشقچي د قتل په دلیل، سعودي عربستان ته د وسلو صادرات بند کړل،د جرمني خبري آژانس ليکي چې سعودي عربستان ته د وسلو د صادراتو خبره په هغه مکتوب کې ذکر شوې چې د جرمني د اقتصاد وزیر، رابرت هابيک، د دغه هېواد د پارلمان اقتصادي کميټې ته استولی او دوی هم ليدلی دی. هابيک له ریاض څخه کتنه درلوده، نه دي غوښتلي چې په دې هکله د موضوع د محرموالي په دليل په مستقیمه توګه څه ووايي.د دغه مکتوب پر اساس، سعودي عربستان به ایریس-تي ډوله له هوا څخه هوا ته ويشتونکي توغندي، د جرمني په بادن ووتنبيرګ ایالت کې واقع د وسلو جوړولو له ديهل دیفینس کارخانې څخه ترلاسه کړي. عربستان به له دغو توغنديو څخه د خپلو هوايي ځواکونو په جنګي الوتکو، ايروفایترز تايفون، په تجهیز کې کار واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button