سیاست او دولت

جاپان په ننګرهار کې رغنيزې پروژې پيلوي

د ننګرهار په نازيانو ولسوالۍ کې د ۱، ۸ اته اعشاريه يوميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د اوبولګولو پروژې د پلي کولو درې اړخيز هوکړه ليک د دغه ولايت د مرستيال مولوي سعيد احمد بنوري، د ننګرهار سينديزې حوزې د رئيس سيد فضل احد هاشمي او د جاپان د (پي ام اس) موسسې د مسئولې فوجيتا ترمنځ لاسليک شو.

د ننګرهار په نازيانو ولسوالۍ کې د ۱، ۸ اته اعشاريه يوميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د اوبولګولو پروژې د پلي کولو درې اړخيز هوکړه ليک د دغه ولايت د مرستيال مولوي سعيد احمد بنوري، د ننګرهار سينديزې حوزې د رئيس سيد فضل احد هاشمي او د جاپان د (پي ام اس) موسسې د مسئولې فوجيتا ترمنځ لاسليک شو.د دغه هوکړه ليک له مخې به په نازيانو ولسوالۍ کې د نوموړې موسسې له لوري د ننګرهار سينديزې حوزې په چوکاټ کې د نهه کيلو مترو په اوږدوالي څلور کانالونه، ۱۲چينې او يو کاريز په بنسټيز ډول ورغول شي او د باران اوبو د ذخيره کولو په موخه به ۷ چکډمونه جوړ او په ټوليز ډول به ۱۸۰۶ جريبه ځمکه خړوبه شي.د (پي ام اس) موسسې استازي انجنير ديدار مشتاق د دغه هوکړه ليک د لاسليکولو پرمهال وويل ، چې د کانالونو د خونديتوب او د اوبو د ضايعاتو د مخنيوي په موخه به استنادي دېوالونه، سيفونونه، د بستر استر کاري، پلې لارې، د اوبو د وېش دروازې، پلګوټي او نورې اړينې برخې هم جوړې شي.په ورته وخت کې د ننګرهار مرستيال والي د يادې موسسې له لوري په ننګرهار کې د اوبولګولو او روغتيايي پروژو د پلي کولو له کبله مننه او قدرداني وکړه او هغوی ته يې د ټولو چارو په ترسره کولو کې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.هېره دې نه وي، چې د يادې پروژې چارې به د روان زيږديز کال په اپريل مياشت کې پيلېږي او د ۲۰۲۶ زيږديز کال په سپټمبر مياشت کې به پاي ته ورسېږي او ګټې اخيستنې ته له سپارل کېدو وروسته به ياده موسسه د پنځو کلونو لپاره د دغې پروژې حفظ او مراقبت وکړي او له هغه وروسته به يې د ننګرهار سينديزې حوزې له لوري ساتنه کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button