ټولنه او کلتور

جاپان په افغانستان کې ۱۶۵ ښوونځي جوړوي

په افغانستان کې د جاپان پخواني سفير تاکاشي اوکادا د اقتصاد وزارت له سرپرست دين محمد حنيف سره په کتنه کې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې جاپان په ټول افغانستان کې د ۲۵ ميليونو ډالرو په ارزښت ۱۶۵ ښوونځي جوړوي.

په افغانستان کې د جاپان پخواني سفير تاکاشي اوکادا د اقتصاد وزارت له سرپرست دين محمد حنيف سره په کتنه کې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې جاپان په ټول افغانستان کې د ۲۵ ميليونو ډالرو په ارزښت ۱۶۵ ښوونځي جوړوي.د اقتصاد وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي ،چې د دې وزارت سرپرست قاري دين محمد حنيف د جاپان له پخواني سفير تاکاشي اوکادا او له نوي سفير تاکا يوشي کوروميا سره وکتل. په دې کتنه کې د جاپان پخواني سفير تاکاشي اوکادا په افغانستان کې د خپل درې کلن ماموريت د پای ته رسېدو او په افغانستان کې د جاپان د نوي ټاکل شوي سفير تاکايوشي کروميا د معرفي کېدو په اړه د اقتصاد وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل. په افغانستان کې د جاپان پخواني سفير تاکاشي اوکادا په هرات ولايت کې د زلزلې له قربانيانو سره د غمشريکۍ د څرګندولو په ترڅ کې په افغانستان کې د دوی د فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او يادونه يې وکړه ،چې جاپان خپلې بشري او بېړنۍ مرستې چې کمپلې، خوراکي توکي او دواوي په کې شاملې دي، استولي دي.  تاکاشي اوکادا په تېرو دوو کلونو کې د حکومتوالۍ او اقتصاد په برخه کې د اسلامي امارت د مهمو لاسته راوړنو قدرداني وکړه او په ټول هېواد کې يې د ۲۵ ميليونو ډالرو په ارزښت د ۱۶۵ ښوونځيو د بيارغونې او ترميم غوښتنه وکړه چې د ښځينه زده کوونکو لپاره يې د ښوونځيو او لوړو زده کړو د پرانيستلو غوښتنه ه وکړه. د اقتصاد وزارت سرپرست په دې اړه وويل: جاپان د افغانستان له خلکو سره اوږده او تاريخي دوستي لري، د کرنې او زيربناوو په برخه کې د پراختيايي پروژو د تطبيق په برخه کې د جاپان هېواد مرستې دوام لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button