سیاست

جاپان له افغانستان سره د همکاري لېوالتيا ښودلې

‏د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي وړمه ورځ په کابل کې د جاپان له سفير تاکاشي اوکاډا سره وکتل.دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د جاپان سفير په افغانستان کې د عمومي امنيت ټينګښت په تېرو ۴۰ کالو کې بې ساری وباله.

نوموړي دغه راز پر نورو موضوعاتو سربېره وویل، چې دوی له افغانستان سره د نشه یي توکو، زده کړو، اقليم بدلون، ‏اوبو مديريت، تاريخي آثار، روغتيا او نورو برخو کې ښکېلتیا او د همکاريو پراختيا ته لېواله دي.

ورته مهال د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وويل، چې نړېوال بايد د امنيت ټينګښت، د نشه یي توکو، زده کړو، په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې، د روغتيايي خدمتونو او نورو برخو کې چې کومې لاس ته راوړنې شوي سترګې پټې نه کړي ‏او داسې لار اختيار کړي چې پر مټ يې مثبت خوا ته لاړ شو.

د یادې کتنې په پای کې په تعامل او د همکاريو په پراختيا ټينګار وشو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button