اقتصاد

جاپان افغانستان کې پراختيايي پروژې پلي کوي

د اقتصاد وزارت سرپرست وزير او د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب كمېټي رئيس قاري دين محمد حنيف د جاپان له سفير ښاغلي تاکا يوشي کوروميا او مل پلاوي سره ليدنه کړې.

د اقتصاد وزارت سرپرست وزير او د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب كمېټي رئيس قاري دين محمد حنيف د جاپان له سفير ښاغلي تاکا يوشي کوروميا او مل پلاوي سره ليدنه کړې.په غونډه کې د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب كميټي استازو، د ماليې وزارت، کډوالو او بيرته راستنيدونکو چارو وزارت، بهرنيو چارو وزارت، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت، له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت، د افغاني سر مياشتي ټولني او د بېرته راستنيدونکو هيوادوالو د امنيت مسئول هم شتون درلود.د جاپان سفير د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کميټې ته د خپل هيواد د۴ ،  ۵۸ اته پنځوس اعشاريه څلور ميليون دالرو په ارزښت بيرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د آسانتياوو برابرولو او بيړنيو مرستو د پوره کولو لپاره ځانګړ شوې بشري مرستې ډاډ ورکړی.دا مرستي به د ملګرو ملتونو سازمان د UNHCR او UNFBA ادارو له خوا اړمنو کډوالو ته ورسېږي. همدارنګه د جاپان هيواد  سفير د افغانستان د بيارغونې په برخه کې هم د خپل هيواد چمتووالي په ډاګه کړي، چي په پام کي ده په بېلابېلو برخو کې يو تعداد پراختيايي پروژي پلي کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button