
جانان افغانستان!
له وطن سره مينه فطري ده او دا نو د وجود په رګ رګ کې ننوتې ده، دلته چې موږ د کومې سيمې اوسېدونکي يو، دا له وياړونو ډکه ده او د پرتم، ننګ او غيرت داستانونه لري، که نور افسانې جوړوي؛ نو د دې وطن اوسېدونکي تاريخونه جوړولی شي، دلته چې کومې وړتياوې پټې دي، يو خدای تعالی ته معلومې دي.
وقايت الله وقار
له وطن سره مينه فطري ده او دا نو د وجود په رګ رګ کې ننوتې ده، دلته چې موږ د کومې سيمې اوسېدونکي يو، دا له وياړونو ډکه ده او د پرتم، ننګ او غيرت داستانونه لري، که نور افسانې جوړوي؛ نو د دې وطن اوسېدونکي تاريخونه جوړولی شي، دلته چې کومې وړتياوې پټې دي، يو خدای تعالی ته معلومې دي.
زموږ د اسلامينو ترمنځ دا خبره د بحث وړ ده، چې دوی کې ځينې له وطن سره په فاصله کې دي او د هغه شعار له مخې ،چې ټول ملکونه زموږ دي چې د خدای تعالی ملکونه دي، له خپلې دغې (مور) سره په يو ډول جفاء لګيا دي، حقيقت دادی چې موږ سره لاهم د خپل وطن قدر نه شته او لاهم موږ په دې سرخلاصي نه شوو ،چې (افغانستان) يعنې څه؟ دا خاوره يعنې څه؟ او په دې خاوره کې د پراخو نعمتونو او آزاديو په رڼا کې ژوند يعنې څه؟
موږ ويده يو او دومره ويده يو چې نور راباندې داسې خيال کوي ،چې دوی مړه شوي دي، په همدې بنياد مو اوس د ميراث په وېشلو دي، د حيرانۍ ځای خو دادی ،چې وطن زموږ دی، واک پکې د بل چا چلېږي او موږ کې دا تعقل پيدا نه شو چې ولې د پردي واک ته له خپل واکه زيات او ژر تسليمېږو؟
دا خبره صحيح ده او په منلو کې يې هېڅ شک نه شته چې (دين) د پرمختګ اصيل توکی دی او که موږ خپل ګران دين ته پابند نه شو؛ نو يوازې افغانستان هېڅ دی،خو دا هم بايد په خپل زړه کې ومنو او هغه د تبليغي ملګرو په تعبير چې دا خبره مو بايد زړه ته کوزه شي ،چې د دين په پالنه کې بايد د خپل وطن ځانګړنې هم درک کړو، موږ چې څه ډول دينداري په خپل وطن کې پاللی شو، په پردي وطن کې يې په طرف ورکتلی هم نه شو.
خپل وطن خپل وطن وي او خپل وطن ته چې ګل وطن وايي، له همدې امله يې وايي ،چې له دې خاورې، فضاء، اقليم او اوسېدونکو سره انسان داسې مينه اخيستې وي، چې له نورو سره ېې نه وي او په رواني لحاظ که د انسان سترګې له لرې ځايه هم د خاپوړو پر ځای ولګېږي؛ نو د يو ډول آرام احساس کوي، موږ ددغه احساس په شتون کې بيا هم له ګل وطنه (خار) جوړ کړی او په خپلو هېوادوالو مو دا وطن دومره تنور کړی، چې هغوی په خپله خوښه نه، بلکې د ظروفو او حالاتو د تنګسيا له کبله (جانان افغانستان) پرېږدي او په داسې وطنونو کې مېشت کېږي چې هلته ېې دين، ناموس او اخلاق هېڅ يو خوندي نه وي.
وطن مور ده او لکه حقيقي مور ،چې په خپلو بچيانو څنګه حقونه لري، دغسې دا مجازي او معنوي مور هم بلا حقونه لري او موږ بايد د دغو حقوقو په اداء کولو ځان هماغسې مکلف وګڼو، لکه د حقيقي مور د حقوقو په اداء کولو ،چې ځان مکلف ګڼو، په اسلامي شريعت کې چې د ګاونډي، خپل خپلوان، عامو انسانانو، څارويو، ټولنې او کايناتو په اړه د کومو مسئوليتونو يادونه شوې ده، په هغو کې له ټولو زيات تمرکز په همدې دی ،چې مسلمان بايد د ټولنې پيوستون او ښو اړيکو ته ژمن پاتې شي، نن که څه هم چې موږ بايد په ټوله کې په لويه اسلامي نړۍ کې همدا احساس کړی وی؛ خو دا چې د پرديو او خپلو په اشارو له دغه حالت څخه بې برخې يو؛ نو لږ تر لږه ،خو په خپل وطن کې د دې احساس پيدا کول په کار دي.
دا په سر سترګو منو چې اسلامي امت يو امت دی او د دې امت فرد فرد زموږ برخه ده، خو په دې هم موږ د نصوصو په رڼا کې ښه پوهېږو ،چې تر ټولو زيات حق راباندې د خپلې ټولنې دی او هغه چې زه يې د خپل وجود برخه ګڼم؛ خو دا چې وطن يې رانه جدا دی، له ما سره ېې ډېرې ناخوالې کړي او ماته يې د خپل وطن قدر په بيا بيا را په ياد کړی دی.
افغانستان د يوه کور حيثيت لري او موږ به د خپل کور د ساتلو او پاللو په باب خپلو ګټو ته لومړيتوب ورکوو؛ که موږ د نږدې او لرې ګاونډي که مسلمان وي او که کافر، په اشارو او مشورو باندې د خپل کور بربادۍ ته مخه کوو او بهانه ورته دا لټوو، چې اسلام د پولو موافق نه دی او يا د وطنوالو پر حقوقو پښې ږدو او پرديو ته اوليت ورکوو؛ نو نه يوازې دا چې د عقل مخالفت مو کړی دی، بلکې د شريعت مخالفت مو هم کړی، موږ بايد په دې پوه شو، چې د کور او کورنۍ حق د ګاونډي له حقه مخکې دی، موږ که څومره هم پرديو ته ځان ور نږدې کړو؛ نو هغوی مه نه خپلېږي او که څومره هم ووايو، چې دا پولې مولې صحيح نه دي، اوس واقع شوي دي، تر هغې چې يوه نړۍ شموله اسلامي بيداري رامنځته کېږي او هغه د نظامونو په توګه مطرح کېږي، دا چې اوس د هېوادونو په توګه کرښې واضح دي، موږ بايد ددغو دايرو په منځ کې د خپلې دايرې او ګران هېواد قدر وکړو او په دې پوه شو ،چې دينداري، سرلوړي او نېکمرغي د همدې خپل وطن په داخل کې ده او له دې بهر دغه يو نوم هم په دومره کچه ممکن نه دی.