
اقتصاد
تېر کال څه باندې ۳ میلیارده نوي افغان بانک نوټونه هېواد ته رارسېدلي
د افغانستان بانک چارواکي وايي، په تېر کال کې د ۱۰، ۲۰ او ۵۰ افغانیو درې میلیارده ۱۴۰ میلیونه ۸۰۰ زره نوي بانک نوټونه هېواد ته رارسېدلي، یوه اندازه نوي بانکنوټونه وېشل شوي او زړې پيسې هم راټولې شوې دي. د افغانستان بانک د پولي سیاست رییس احمد جواد سداد وایي د بازار اړتیا ته په کتو او د “معقولو پولي سیاستونو” په پام کې نیولو سره یې بازار ته دغه نوي بانک نوټونه وړاندې کړي. د هېواد په بازارونو کې له خلکو سره زړې افغانۍ ډېرې شوې او خلک ډېر کله د زړو بانک نوټونو له زیاتوالي شکایت کوي.