ګزارش

تېر کال په ننګرهار کې د ۱۲۱پروژو کارونه بشپړ شوي

12 / 100

شریعت: ننګرهار د ختيځو سرحدي ولايتونو څخه دى چې په شمال کې له کونړ او نورستان، شمال لودیځ کې لغمان، لویدیځ کې کابل، لوګر او پکتیا او په ختیځ او سوېل کې بیا د پاکستان له خیبر پښتونخوا ولایت سره ګډه پوله لري.

د اقتصاد وزرات د مسؤلینو په وینا،ننګرهار د طبیعي زېرمو او ټرانزیټي ارزښت ترڅنګ خورا مهم اقتصادي ظرفیتونه لري، چې کولی شي په بېلابېلو برخو کې د خلکو داقتصادي پیاوړتیا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګتور تمام شي.

په تېر ۱۴۰۲ هـ ش کال په ننګرهار کې د بهرنیو او کورنیو موسساتو له لوري ۲۱۱ پروژې په مختلفو سکتورنو کې د تطبیق په موخه معرفي شوي دي، چې له دې جملې څخه په ۹۰ پروژو کارونه جریان لري او ۱۲۱ پروژې تکمیل شوي دي.

د ۱۲۱ پروژو کارونه بشپړ  او پاتې ۹۰ پروژې تر کار لاندې دي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب شریعت ورځپاڼې خبریال ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل: په ۲۱۱ بېلابېلو پروژو باندې ټولټال ۷۶ میلیونه ۴ لکه ۱۰ زره ۳۵۳ امریکایي ډالره  لګښت راغلی دی.

ښاغلی حبیب زیاتوي، چې د اقتصاد ریاست له لوري د ۱۵۰ خدماتي، پراختیایي او ساختماني پروژو څخه نظارت شوی چې موندنې یې  له اړونده اداراو سره د اصلاح په خاطرشریکې شوې دي.

هغه وایي د ننګرهار ولایت لپاره تېر کال د شاوخوا د ۳۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۳ پراختیایي پروژې په بېلابېلو برخو کې چې د امارتي بودیجې لخوا تمویل کېږي، ځانګړې شوې وې، چې د یو شمېر پروژو کارونه تکمیل او پاتې یو شمېر یې د کار لاندې دي. موندنې ښئیي چې په ټوله کې د دغو پروژو پلي کېدو له امله شاو خوا ۱۳ زره او ۵ سوه کسانو ته د کارموندنې فرصتونه رامنځ ته شوي دي.

د نوموړي په وینا د ننګرهار اقتصاد ریاست لخوا د ۱۴۰۳ هـ ش کال په تېرو دریو میاشتو کې د بهرنیو او کورنیو موسسو له لوري شاوخوا ۴۱ پروژې چې بودیجه یې تقریبا ۱۲ میلیونه یا ۴۷۲ زره او ۲۱۸ امریکایي ډالره ارزښت لري، په مختلفو سکتورونو کې د تطبیق په موخه اړوند امارتي ادارو ته  معرفي شوي دي، چې له دې جملي څخه یې د ۲۷ پروژو کارونه جریان لري او۱۴ پروژې یې تر دې مهاله تکمیل شوي دي؛ د نوي کال له شروع څخه تر دا مهاله ۴۵۰۰ کسانو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده.

د اقتصاد وزرات ویاند زیاتوي، چې د ننګرهار اقتصاد ریاست سره ۱۵۷ غیر امارتي موسسې ثبت او راجستر دي، چې له جملې یې ۴۷ بهرنۍ موسسې او پاتې ۱۱۰ یې کورنۍ غیر امارتي موسسې دي، همدارنګه په تېر کال کې ۳۰ نوې موسسې ثبت او راجستر شوي دي.

دی وایي چې ننگرهار د مديترانه‌يي اقليم په درلودلو سره د هېواد په کچه د تازه مېوو، سبزیجاتو او کرنیز پیداوار یا کرنیزو توکو له اړخه ډېر ښه ظرفیت لري، چې کولی شي نه یوازې د ننګرهار خلکو لپاره بلکې دا محصولات کولی شي د هېواد دننه د مصرف تر څنګ بهرنیو هېوادونو ته هم د صادراتو ظرفیت او وړتیا ولري.

سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button