مرکې

((تېر کال زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې))

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسؤلین وایي، د افغانستان اسلامي امارت د بېکارۍ د له منځه وړولو لپاره ډېر کارونه تر سره کړي او زرګونو ځوانانو ته یې په دولتي اداراتو، خصوصي سکتور، د کانونو په استخراج او بېلا بېلو پروژو کې د کار زمینه برابره کړې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسؤلین وایي، د افغانستان اسلامي امارت د بېکارۍ د له منځه وړولو لپاره ډېر کارونه تر سره کړي او زرګونو ځوانانو ته یې په دولتي اداراتو، خصوصي سکتور، د کانونو په استخراج او بېلا بېلو پروژو کې د کار زمینه برابره کړې ده.

په دې اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي د  شریعت ورځپانې خبریال ته په ځانګړې مرکه کې داسې ویلي: دا چې بېکاري نړیواله ستونزه ده او ډېر مخ  پر ودې هېوادونه هم  د بېکارۍ له ستونزو  سره لاس او ګرېوان دي، متاسفانه افغانستان کې  تېرو څو لسیزو جګړو د کار برخه  ډېره زیانمنه کړې، خو په اوسني وخت کې هېوادوالو ته د کار کولو برخې ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

ښاغلي ابراهيمي زیاته کړه، چې په تېر یوه کال کې په دولتي اداراتو کې ۵۳ زره زیات ځوانانو ته د کار جوازونه وېشل شوي او زیات  ځوانان په دندو ګمارل شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، اسلامي امارت خصوصي سکتور ته ځانګړې پاملرنه کړې ، د صنعتکارانو او کارخانو د مالکانو ستونزو ته یې رسېدنه کړې، دغه راز د معادنونو په استخراج کې هم په زیاته اندازه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه ويلٍي، د افغانستان اسلامي امارت عالیقدر امیرالمومنین شیخ الحدیث ملا هبة الله آخونزاده «حفظه الله» د هدایت پر اساس هغه هېواد وال چې له پاکستانه راستنېږي، کمېسیون جوړ شوی،چې په نوموړي  کمېسیون کې د کار موندنې کمېټه ایجاد شوې، چې د دې کمېټې مشري د کار او ټولنیزو چارو  وزارت پر غاړه لري، دا کمېټه په تورخم، سپین بولدک او انګور هډه کې فعالیت کوي، هغه هېوادوال چې له بهره هېواد ته راستنېږي،د تحصیلي سند ته په کتو ځوانان ثبتېږي او په راتلونکې کې به په دولتي او خصوصي سکتورونو کې په دندو وګمارل شي، د دې په څنګ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت پلان لري په نږدې راتلونکي کې هغه هېوادوال چې زده کړي یې نیمګړې پاتې وي، ورته فني او حرفوي زده کړو پروګرامونه جوړوي، چې له دې لارې به مو ډېرو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

ښاغلی ابراهيمي په اخر کې هغو هېوادوالو ته دا پيغام لري،چې بهرنیو هېوادونو ته له قاچاقي لارو راوګرځي او په خپل هېواد کې کار وکړئ، زخمت وباسئ، په نورو هېوادونو کې داسې عزت نشته، لکه څنکه چې په ګران هېواد افغانستان کې دی، نو ټول ځوانان باید د یو سوکاله او پرمختللي افغانستان لپاره کار وکړي.سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button