اقتصاد

تېر کال د ۳۹ میلیونه ډالرو په ارزښت زیره بهر ته صادره شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې تېر کال د ۳۹ میلیونه ډالرو په ارزښت زېره بهر ته صادره شوې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي زيره د افغانستان له ارزښتناکو کرنیزو محصولاتو څخه ده چې تېر کال ۲۹,۸۷۶ ټنه بهر ته صادر شوې ده. د سرچینې د معلوماتو له مخې د افغانستان ډېره برخه زیره په کندهار ،اروزگان، بدخشان او هرات ولايتونو کې تولیدېږي. د یاد وزارت د معلوماتو پر اساس افغانستان په ۱۴۰۱ کال کې د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات او د ۶ میلیارده ۷۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات درلودل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button